افغان کډوال

ایران او پاکستان شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړي

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې نږدې پنځه سوه افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه وزارت نن (سه‌شنبه، د جون ۱۷مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، ۴۹۷ افغان کورنۍ، چې ۵۵ کورنۍ یې د تورخم، ننګرهار له لارې، ۴۹ کورنۍ د سپین بولدک، کندهار له لارې، ۱۱۷ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو له لارې، یوه کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې او ۲۷۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کورنیو هېواد ته د راستنېدو سره سم د ا.ا له خوا مرسته ترلاسه کړه.

له هغه وخت راهیسې چې ا.ا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ډېره شوې ده. ایراني او پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د افغان کډوالو په ایستلو کې به په ځانګړي ډول هغه کسان شامل وي چې د استوګنې قانوني اسناد نلري. په ځینو مواردو کې، حتی هغه کډوال چې د اعتبار وړ اسناد لري له دې هېوادونو څخه ایستل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button