ایران تازه ۲ افغانان اعدام کړي دي
اړوند مطالب:
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
په ایران کې د اعدامونو د دوام په اړه د بشر حقونو سازمانونه اندېښمن دي.
په ناروې کې مېشتې د ایران د بشري حقونو ادارې “ایران هیومن رایټس” د راپور له مخې، ایران د دوو افغانانو په شمول ۸ تنه اعدام کړي دي.
دا اعدامونه په قزل حصار زندان کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو شوي دي.
د یادې ادارې پر اساس، دا کسان په جلا جلا قضیو کې د مخدره موادو اړوند جرمونو، وسلهوال بغاوت، جنسي تیري او قتل په تور محکوم شوي وو.
راپور زیاتوي چې د افغان اتباعو هویت نه دی افشا شوی، خو معلومات ښيي، چې دوی د جنسي تیري په تور اعدام شوي دي.
د بشري حقونو سازمان همداراز ویلي چې محمود براهوي، چې د زاهدان په بلوڅ توکم پورې تړاو لري، او حسین ساساني د پنجشنبې په ورځ اعدام شول.
که څه هم د بشري حقونو ادارې د اته کسانو د اعدام راپور ورکړی، خو د ایران دولتي رسنیو یوازې د څلورو اعدامونو پخلی کړی، چې پکې یو د قتل او درې د جنسي تیري په تور محکوم شوي وو.
تر اوسه د ایران چارواکو د پاتې قضیو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.