ایران د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي

اړوند خبرونه:
د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
ایران خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي.
ایراني رسنۍ وایي، چې دغه هېواد پلان کې لري چې د افغانستان پر کانونو پنځه ملیارد ډالره پانګونه وکړي.
په ورته وخت په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي هم ویلي، چې د افغانستان بډایه طبعي سرچینې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.
د راپورونو له مخې دا پانګونه به د نړۍ د فولادو په تولید کې د ایران مقام څو درجې لوړ کړي.
سرچینې زیاتوي چې، ایران د افغانستان اوسپنه د هر ټن په قیمت ۱۰۰ ډالر ورکوي او په فولادو بدلولو وروسته یې د ۶۰۰ ډالرو په وروستي قیمت صادروي.
د اقتصادي چارو پوهان بیا په دې باور دي چې که د افغانستان له داخلي طبعي سرچینو په داخلي کې استفاده وشي نو کورنی اقتصاد به ژر په پښو ودرېږي.
دوی وایي د افغانستان ډېری طبعي زېرمې په ارزانه پلورل کېږي او نور هېوادونه یې بیا په لوړه ګټه پلوري.