اقتصاد او سوداګري

ایران د افغانستان د قیمتي ډبرو استخراج کې له طالبانو سره د مرستې ډاډ ورکړ

اړوند خبرونه:

د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

غلامحسین مظفري، د ایران د خراسان والي، له طالبانو سره د افغانستان د قیمتي او معدني ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې د همکارۍ د پلان خبر ورکړی دی.

دغه ایراني چارواکي افغانستان د دې هیواد لپاره د سوداګرۍ لپاره کلیدي شریک بللی، ځکه چې دا هېواد د غني معدني ذخایرو لرونکی دی.

مظفري د چهارشنبې په ورځ، د خراسان رضوي په اتلسم نړیوال نندارتون کې خبریالانو ته ویلي، چې ایران او طالبان په دوه‌غارون سیمه کې د یوه ځانګړي اقتصادي او معدني زون د جوړولو لپاره کار کوي.

د دې پروژې هدف د قیمتي ډبرو د پروسس او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو لپاره یو مرکز جوړول دي.

هغه زیاته کړه: “ایران د قیمتي ډبرو د پروسس پراخه تجربه لري او دا صنعت کولی شي د افغان سوداګرو په همکارۍ نړیوال معیار ته لوړ شي. دا همکاري به د دواړو خواوو لپاره ګټوره وي.”

د خراسان رضوي والي همداراز د افغان سوداګرو رول ته اشاره کړې، چې د خپل هېواد اړتیاوې له ایران څخه پوره کوي، او ویلي یې دي چې تیر کال، ایران افغانستان ته له ۲.۲ میلیارد ډالرو څخه زیات صادرات درلودل.

هغه ټینګار کړی چې د ایران موخه له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو پراخولو له لارې د اقتصادي توازن لوړول دي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او ایران اړیکې په چټکۍ پراخې شوې دي، او د ایران حکومت، د دې هېواد د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه، هڅه کوي له افغانستان سره سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button