نړیوال خبرونه

ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان لپاره د ایران استازی وايي، ډېر ژر به په تهران کې د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شي. 

حسن کاظمي قمي

حسن کاظمي قمي وايي، پهإدې ځانګړې ناسته کې به د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو پر حل خبرې-اترې وکړي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي زیاتوي: «د ایران اسلامي جمهوریت په تاشکند کې د روسيې په شمول د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې د ترسره کېدو په تاییدولو سره په سیمه کې د سلا مشورو د چټکتیا په موخه خپل چمتوالی اعلان کړ.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر

بل‌خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر زیاتوي، په‌دې ناستو کې باید د افغانستان حکومت استازی هم حضور ولري. په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین زیاتوي: «هره ناسته چې زموږ د هېواد د ستونزو په ځانګړي ډول د اقتصادي ستونزو حل لپاره جوړېږي. باید په دې ناستو کې د اسلامي امارت حکومت استازی حضور ولري

نور یی ولوله | سراج‌الدین حقاني: باید سره یو شو او اختلاف ونکړو

نور یی ولوله | د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

په همدې حال کې یو شمېر د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو سیمه ییزې ناستې دې هېواد کې د ستونزو حل لپاره ګټورې بولي. د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي څرګندوي: «دغه ناستې مهمې دي، خو د افغانستان استازي حضور پکې اړین دی او باید د افغان استازي د نه حضور پر ځای دې هېواد ته بلنه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي: «دغه ناستې دفاعي دي، ترڅو څنګه وکولای شي خپل امنیت ونیسي او خپلې ملي ګټې خوندي کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د چهارشنبې په ورځ هم مسکو د یوې ناستې کوربه و، چې پکې له لسو ډېرو هېوادونو ګډون کړی وو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button