برتانيا د افغانستان سره د ۷۵ ميليونو پاونډو بیړنۍ مرستې ژمنه وکړه
برتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونو پاونډو مرستې ژمنه وکړه د برتانيا د خارجه وزيرې لېز ټروس له افغانستان سره د ۷۵ میليونه بېړنۍ مرستی ژمنه کړی چې د خوړو او روغتیايي خدمتونو او همدا رنګه
د سرپناه په خدماتو به ولګول شی.
ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نورو باوري مرستندويانو له لوری ولګول شي. د برتانيا حکومت دغه ژمنه په داسې مهال کې کړې چې تېره ورځ د دغه هېواد په لېورپل ښار کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو جي ۷ غونډه کې د برتانيا د خارجه وزيرې د سيمه ييزې نا امنی اقتصادی او بشري ناورین د ګواښونو مخنيوي لپاره د پراخې مرستی غوښتنه وکړه. ښاغلی وزيری ویلی چی برتانيا روان ژمی له افغانستان سره حیاتی بشري مرستې کوي دا اعلان شوې مرستې به د افغانستان وګړو ژوند وژغوري.
نور یی ولوله | له هند څخه لومړنۍ الوتکه کابل ته ورسېده
د ښځو او نجونو حفاظت به وکړي او په سيمه کې د امنیت سره به مرسته وکړي موږ هوډ لرو چې د افغانستان د وګړو لپاره هرڅه چې کولی شو هغه وکړو. د برتانيا دا مرسته د هغه ۲۸۶ ميليونه پونډو مرستې يوه برخه ده چې سږ کال يې افغانستان ته د ورکولو ژمنه کړې دا مرستې به د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي قربانيانو لپاره د ملاتړ چمتو کولو او د کوچنیانو د خونديتوب لپاره ورکول کیږی د برتانيا د خارجه وزارت په خبرپاڼه کې په دې خبره ټينګار شوی چې هېڅ یوه مرسته به مستقيما د طالبانو له لوری نه ورکول کېږي.
تېره ورځ د افغانستان په تړاو يوه غونډه کې اوو سترو صنعتي هېوادونو جی ۷ د خارجه وزيرانو په دې هېواد کې د مخ په زياتېدونکي ناورین د مخنيوي لپاره په همغږۍ خبرې وکړې. ويل کېږی د خارجه وزيران له طالبانو سره د خبرو پر څرنګوالي هم خبری کړی .
د افغانستان اقتصادی او بشری کړکیچ له امله لوږی او بی کارۍ زیاته شوی او وګړی خورا اندیښمن دی د ژمی را رسیدو سره وګړی د خوړو ،سون توکو ته اړتیا لری سره لدی چی د خوړو او سون توکو بیی لوړی شوی وګړی نشی کولای چی خپلی اړتیاوی پوره کړی .