نړیوال خبرونه

بلاول بوټو : افغانستان کې پرمختګ او سوکالي د پاکستان په ګټه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ترهګرۍ د ستونزې د هوارۍ لپاره ګام اوچت کړي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، له يوه اندونيزيايي ټلوېزيون سره په مرکه کې وايي، چې افغانستان او پاکستان دوه ښه ګاونډيان دي او ګاونډيان به پاتې شي. 

نوموړی زياتوي، چې يو باثباته او پرمختللی افغانستان د پاکستان په ګټه دی او هېڅوک نه غواړي، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ په مرکز بدل شي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وویل:«موږ هیله من یوو چې د افغانستان یو کلن موقت حکومت به نه یوازې دا چې د ترهګرۍ مسله حل کړي، بلکې امنیت به هم برابر کړي ځکه چې دا د سولې او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی

بلاو بوټو: 

زرداري د حنا رباني کهر وروستي سفر ته په نغوتې ويلي، چې دواړو لوريو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې او د اقتصادي راکړې ورکړې په زياتېدو بحثونه وکړل. بل لوري ته اسلامي امارت وايي، چې افغانستان اوس تر پخوا امن دی او هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې فزيکي حضور نه لري. په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مسوول وايي، چې افغان چارواکي د ځينو انفرادي حملو د مخنيوي لپاره کار کوي

نور یی ولوله | د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کېدو هرات مېشتو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي

نور یی ولوله | خواجه اصف:سپين بولدک کې نښته لومړی د افغانستان له خوا پیل شوه

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رييس

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رييس  سهیل شاهين څرګندوي:«په هېواد کې هېڅ مخربه وسله واله ډله فزیکي حضور نه لري. ځينې انفرادي بریدونه کېږي؛ خو که له هغوی سره هم د بهرنيو استخباراتي کړيو لاس نه وي نه يې شي کولای. چارواکي د دغه ډول بریدونو د مخنيوي لپاره هم لاس په کار دي د سياسي چارو ځينې کارپوهان هم په دې باور دي، چې په افغانستان کې ثبات د منطقې او نړۍ په ګټه دی.

د سياسي چارو کارپوه عبدالرحمن الهي وايي:«اسلامي امارت کولای شي په عملي بڼه د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو باور ترلاسه کړي، چې هېڅ ترهګره ډله نه شي کولای د افغانستان له خاورې استفاده وکړي. د سياسي چارو کارپوه سيد اکبر سيال وردګ وویل:«که چېرې په افغانستان کې امنیت وي، يو با ثباته افغانستان اوسي دلته به په سيمه کې هم امنیت اوسي او هم به په منطقه او نړۍ کې امنیت وي. پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې بلاول بوټو زرداري د چهارشنبې په ورځ په اووه ورځني سفر امريکا ته تللی او تمه کېږي چې له امريکايي چارواکو سره به د نورو مسايلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وکړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button