بلجیم د طالبانو حامي له خپلې خاورې ویستل او افغانستان ته استولی
![afghan 2025 02 07t091044.197](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-07T091044.197-780x470.jpg)
د طالبانو حامي جمیل قادري د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له راتګ وروسته بېرته بلجیم ته ځان رسولی و، خو د بلجم لخوا بېرته ډیپورټ او افغانستان ته واستول شو.
راپورونه وایي، بلجيم د طالبانو هغه حامي او يوټيوبر له خپل هېواد څخه بېرته اېستلی او افغانستان ته شړلی، چې په قاچاقي سختو لارو دې هېواد ته رسېدلی و او له ۲۰۱۰ کال راهيسې پکې مېشت و.
نوموړي به پر يوټيوب او ټولنيزو شبکو طالبانو ته کمپاين کاوه، د هغوی اعمال يې توجيح کول، انتحار او انفجار يې اسلامي اوامر بلل.
بلجيم د نوموړي د پناه غوښتنې قضيه لغوه کړې او هغه يې پر ټولنيزو شبکو افراطيت ته په تبلیغ مجرم پېژندلی دی.
زاويه نیوز معلومات ترلاسه کړي، جميل قادري په هغه الوتکه کې کابل ته استول شوی، چې څو ورځې وړاندې پکې جرمني د غير قانوني افغان کډوالو دويمه جوپه اخراج او کابل ته واستوله، خو جرمني او طالبانو دواړو د اخراج د دغې دويمې جوپې په اړه جزييات پټ ساتلي دي.
پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې ويډيو کې ليدل کېږي، چې جميل قادري په کابل هوايي ډګر کې دی، يوه ډله وسله وال ترې راتاوو دي، يو تن يې نورو ته معرفي کوي، چې دی په اروپا کې زموږ کلک ملاتړی و.