تجارت خبرونه

بلخ کې د ښځو لاسي صنایع ۴ورځنی نندارتون جوړ شوی

د افغانستان په بلخ ولایت کې د ښځو نندارتون جوړ شوی چې له ۱۰۰ نه ۷۰ غرفې ورکړل شوې دي

د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې دوشنبه سلواغې ۱۶مه د ښځو د لاسي صنايعو څلور ورځنی نندارتون د ښځینه سوداګرو د ملاتړ او د کورنيو توليداتو د پېژندنې په موخه پرانېستل شو.

دغه نندارتون  چې  د کار نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی په‌کې کورني توليدات، د ښځو لاسي صنايع او محلي خوراکي توکي په نږدې سلو غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د بلخ د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې په دې نندارتون کې د ښځو لپاره څه باندې ۷۰ غرفې جوړې شوې دي.

gfkwtlkbkaauz
په بلخ کې د لاسي صنایع نندارتون

دا نندارتون د کار نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی

د یاد ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس امام‌الدین سنایي‌زاده په دې اړه وویل: «په دې نندارتون کې د ښځو د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعې په نږدې سلو غرفو کې کېښودل شوې دي. د سوداګرۍ خونې له لوري کېښودل شوي او د کار نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.»

نور ولولئ: د امام ابوحنیفه نندارتون کې ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي

نور ولولئ: طالبان د بي‌بي خدیجه الکبری په ملي او نړۍوال نندارتون کې نارینه ته د ګډون اجازه نه ورکوي

نور ولولئ: په کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون

یوشمېر سوداګرې مېرمنې چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د معرفي‌کولو په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو په بازار موندنه کې څومره مهم دی؟

رابعه چې دې نندارتون کې یې لاسي صنایعې او تولیدات نندارې ته اېښي، د سرپرست حکومت له‌خوا د خپلو تولیداتو د خرڅلاو د بازار په برابرولو ټینګار کوي.

gfkwryebkaarckk
په بلخ کې د لاسي صنایع نندارتون

هغې وویل: «موږ غواړو چې دغه شان نندارتونونه نور هم ډېر شي او ټولو ولایتونو کې زموږ تولیدات وپلورل شي. هېوادوال دې له بهرنیو تولیداتو ډډه وکړي او له کورنیو هغو دې استفاده وکړي.»

شمال زون کې د کار نړيوال سازمان استازې زواتي صورتي د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال د ښځو لپاره د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکوي او د بلخ له محلي ادارې څخه يې غوښتي چې د دغه نندارتون د فعاليتونو او سوداګرو ښځو لپاره مناسبه زمينه برابره کړي.

نوموړې وویل: «موږ د بلخ له ځايي مسولینو څخه غوښتنه کوو چې متشبثو ښځو ته د مناسبو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره جدي کار وکړي.»

په روان میلادي کال کې دا د لاسي‌صنایعو او کورنیو تولیداتو لومړنی نندارتون دی چې په بلخ ولایت کې  د سوداګرو ښځو ملاتړ په موخه جوړیږي.

د یادونې وړ ده چې پر ښځو د طالبانو د بې ساري محدودیتونو لګولو دغه طبقه له سخت حالت سره مخامخ کړې ده. ډېری شمېر ښځې چې پر تنخوا به یې کورنۍ ساتلې، اوس د ګټې وټې څوک نه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button