بلېنکن: طالبان باید خلکو ته د وتلو اجازه ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له طالبانو غوښتي چې په خپلې ژمنې عملي وکړي او هغه خلک چې له افغانستان څخه وځي، مصئونه لاره ورکړي.
امریکايي چارواکي وایي طالبانو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې ده هغه خلک چې د سفر قانوني اسناد لري له افغانستان څخه به د وتلو اجازه ورکړي.ښاغلي بلینکن نن سه شنبه سپتمبر ۷ (وږي۱۶) په قطر کې وویل چې لا هم په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي اتباع پاتې دي، په دوی کې یو شمېر دوه تابعیتونه لري.

نوموړي وویل چې له دغو امریکایانو سره په تماس کې دي او متصدیان یې ورته ګمارلي چې له افغانستان څخه یې په وتلو کې مرسته وکړي. ښاغلي بلینکن وویل داسې راپورونه نشته چې طالبانو دې له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو د وتلو مخه نیولې وي.
راپورونه وايي چې څلور امریکایان د ځمکې له لارې له افغانستان څخه وتلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو کسانو وتلو ته په اشارې وویل چې دا په دې دلالت کوي چې طالبان په خپلې ژمنې ولاړ دي.
لا معلومه نه ده چې دغه څلور امریکایان د افغانستان د کوم ګاونډي هېواد له لارې سفر کړی دی.ښاغلي بلینکن له قطر څخه مننه وکړه چې له افغانستان څخه انتقال شویو ۸۵زره کسانو ته یې د ترانزیت زمینه برابره کړه.