افغانستان

ترکيې او ازبکستان ځانګړې استازي ‘پر افغانستان’ غږېدلي

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی «عصمت الله ایرګاشف» په یاد هېواد کې د ترکیې له سفیر «اوفوک اولوتاش» سره د افغانستان په اړه ناسته او خبرې کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کتنه پرون د ترکیې په سفارت کې شوې او دواړو لوریو پر افغانستان سربېره د سیمې پر وروستي امنیتي وضعیت هم بحثونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه د افغانستان په اړه د ازبکستان او ترکیې دوه‌اړخیزې همکارۍ ارزول شوې په دې تړاو بېلابېل مسایل بحث شوي دي.

سرچینې همداراز لیکلي چې په دې ناسته د ازبکستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا د نظرونو تبادله هم شوې ده.

تر دې مخکې هم د سیمې ګڼو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلمنځۍ ناستې کړې او د هېواد وضعیت یې په بېلابېلو بڼو انځور کړی دی.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو د استازو ترمنځ دا ډول ناستې زیاتې شوې، خو د افغانستان په اړه د دوی بحثونه چندانې اغېزمن نه دي تمام شوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button