تمرکز څه ته وايي؟ هغه لارښوونې چې د تمرکز د ډېرېدو لامل کېږي
تاسو باید لومړی تمرکز وپېژنی او بیا هغه لارښوونې زده کړی چې تمرکز مو زیاتوي
موږ ټول غواړو په هغه کار کې چې کوو یې بریالي اوسو او ددې تر څنګ هڅه کوو چې په ټول توان او تمرکز یې سرته ورسوو، خو تل داسې لاملونه یا مزاحمت کوونکې غږونه وي چې ستاسو تمرکز ګډوډ کوي. ځینې خلک د تمرکز زیاتولو لپاره درمل خوري چې دا یوه نامناسبه طریقه ځکه ده چې تمرکز زیات یو هنر دی چې کسب کېږي او موږ به په دې باندې دلته خبرې وکړو.
نور ولولئ: داسې کمپیوټر چې په ذهن کې ګرځېدونکې څه ټایپوي
بل مو کله فکر کړی دی چې کوم وخت د یوه کار په ترسره کولو کې له ځانه ورک کېږی، نو څومره ښه احساس لری؟ دا ځکه چې تاسو په دې کار کې یوې غوره پایلې ته رسېږی او ځان مو په کې ستړی کړی دی.
تمرکز څه ته وایي او څه ډول یې زیاتولی شو؟
تمرکز پر یوه موضوع د ذهن متمرکز کول چې په هغه کې فکر، هغه افکار چې خواره واره وي، احساسات، ایډیاګانې او هیجان یو ځای کولو ته وايي. تمرکز نور تعریفونه هم لري، خو دلته همدا یو تعریف بسنه کوي، ځکه لیکنه بې له ضرورته اوږدېږي. د تمرکز کسبولو ښه لاره داده چې د کار په وخت کې خپل ذهن راټول او په ټوله انرژي سره پر هغه کار تمرکز وکړي چې ته یې د ترسره کولو لپاره پلان لري. د فکر متمرکز کول څه غیر معمولي کار نه دی بلکې ددې کسبول یو څه کار او عملي تمرین ته اړتیا لري. که چېرې تاسې پر هر کار خپل خیالات راټول او تمرکز وکړی نو بالاخره دا عادت اخلی او له دې ستونزې ځان خلاصولی شی. لنډه دا چې ځان مجبور کړی او تمرکز مو راټول کړی تر څو مو کار ښه پایله ولري.
نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري
څه ډول خپل تمرکز له لاسه ورکوو؟
تمرکز مو هغه وخت له ګډوډ کېږي چې تاسو داسې شی وینی چې ستاسو ماغزه پر هغه فکر کوي. په کالیفرنیا کې د ارواین پوهنتون استاد په خبره تاسو چې کله تمرکز له لاسه ورکوی، نو ۲۵ دقیقو ته اړتیا لری چې بېرته پر خپل کار تمرکز وکړی نو ښه داده چې تاسو خپل تمرکز ته ډېره پاملرنه وکړی او هر وخت متوجه اوسېږی چې په کوم کار اخته او څه ډول یې کوی. تمرکز بایلل ډېر لاملونه لري، خو مبایل، ملګری او د څنګ همکار او نور کسان وي چې ستاسو د تمرکز د ګډوډولو لامل کېږي.