تهران: د ناقانونه کډوالو لپاره به تر ټولو سخت قوانین وضع کړو
اړوند مطالب:
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
پاکستان به د افغان کډوالو د ایستلو نوی پړاو ډېر ژر پیل کړي
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي،چې په روان لمریز کال کې یې له دغه هېواده یو اعشاریه یو میلیون کډوال ایستلي، خو په خبره یې ۵۰ سلنه دغه کسان بېرته ایران ته ورغلي دي.
ایراني رسنۍ وایي، دوی نور ناقانونه کډوال نشي منلی.
مومني زیاته کړې، چې د کډوالو د مهار لپاره اړ دي، چې د پولې تړلو په ګډون سخت قوانین وضع کړي.
د رسنیو په راپورونو کې که څه هم سکندر مومني د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو د یادونې ده چې په ایران کې ډېری کډوال افغانان دي.
اوس هم هره ورځ په لسګونه افغان کډوال له ایرانه په زور ویستل کېږي.
د ایران ترڅنګ د افغانستان بل ګاونډی پاکستان هم له هغو هېوادونو دی، چې افغان کډوال ځوروي او پر وړاندې یې سخت دریځ نه کار اخلي.