ټکنالوجي

تولیدي شرکتونه د سمارټ فون د بېټرۍ د لا ښه کېدو هڅه کوي

تولیدي شرکتونه هڅه کوي چې داسې سمارټ فون جوړ کړي چې لږ چارج او ډېر کار وکړي

د هسپانیا په بارسلونا کې دا اونۍ د موبایل تیلیفونونو په نړیوال نندارتون کې ډیر پام داسې تیلیفونونو ته اوښتی چې لږ چارج وغواړي او زیات کار ورکړي.

د سمارټ موبایل تیلیفونونو له عصري کېدو سره ددغو تلیفونونو ډیری کاروونکي د خپلو تلیفونونو په دوامداره توګه د چارجولو له اړتیا څخه ناخوښ دي.

د فاریسټر په نوم د ټکنالوژۍ د څېړنو موسسې شنونکي تامس هسن وویل: “[د موبایل تلیفونونو] ټول جوړونکي په دې لټه کې دي چې ښه فعالیت لرونکي بطرۍ ولري. فکر کیږي چې په دې برخه کې موږ وروسته پاتې یو او زیات پرمختګ ته اړتیا ده.”

smart phone1
تولیدي شرکتونه د سمارټ فون د بېټرۍ د لا ښه کېدو هڅه کوي

د تولیدي شرکتونو ترمنځ د بیټرۍ په برخه کې رقابت

د موبایل تیلیفونونو په برخه کې پرمختګ ددې لامل شوی چې ډیری د تلیفونونو ماډلونه له یو بل سره لږ توپیر لري، او د هسن په خبره، د رقابت دپاره بطرۍ هغه برخه ده چې د موبایل جوړونکي کولی شي”له خپلو سیالانو وړاندې شي.”

له هغه راهیسې چې موبایل تیلیفونونه د ۲۰۰۰ په لسیزه کې په لومړي ځل بازار ته وړاندې شول، د بطریو په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ شوی. د بیلګې په توګه ځینې تلیفونونه اوس کیبل ته له اړتیا پرته چارج کیدای شي. خو کتونکي وايي، په دې برخه کې د لا زیات پرمختګ دپاره اړتیا لیدل کیږي.

نور ولولئ: د ځیرکو مبایلونو د زیات استعمال زیانونه او اغېزې

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

نور ولولئ: د کار پر نړیوال مارکېټ د مصنوعي ځیرکتیا اغېز؛ موږ باید څه وکړو؟

په همدې لړ کې، د چین د ټکنالوژۍ یو شرکت د جنوري په میاشت کې اعلان وکړ چې د موبایل تلیفون داسې بطرۍ یې جوړه کړې چې په اتومي انرژۍ چلیږي او چارجولو ته له اړتیا پرته ۵۰ کاله کار ورکوي.

smart phone
تولیدي شرکتونه د سمارټ فون د بېټرۍ د لا ښه کېدو هڅه کوي

د سمارټ فون لومړنۍ بیټري چې په اټومي انرژۍ چلېږي

د بیټاولټ په نوم دغه بیجینګ میشتې شرکت وايي، دغه بطرۍ د یوې سکې په اندازه ده چې پکې د نیکل-۶۳ ایسوټوپونه ځای پر ځای شوي دي.

دا په نړۍ کې د موبایل تلیفونونو لومړنۍ بطرۍ چې په اتومي انرژۍ چلیږي.

د بیټاولټ شرکت چې د بارسلونا په نندارتون کې برخه نلري، وايي دا بطرۍ د ازمونې په پړاو کې ده او دا یې نه دي ویلي چې کله به بازار ته وړاندې شي.

په بازار کې د موجودو اوسنيو زیاتره موبایل تلیفونونو بطرۍ له لیتیمو جوړې شوي دي چې ډیر زیات دوام نه کوي او د تقاضا له زیاتېدو سره یې قیمت هم لوړ شوی دی.

نړیوال تولیدي شرکتونه اوس په دې برخه کې هڅې کوي ترڅو دغه د غوره بیټریو په برخه کې رقابت وکړي او په نړیوالو بازارونو کې خپلو تولیداتو ته ځای پیدا کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button