نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

جرمني اوکراین ته ليوپارډ ۲ ټانکونه استولي

د جرمني دفاع وزارت وايي اوکراین ته یې د لیوپارډ ۲ ټانکونو لومړۍ جوپه استولې ده

دا ۱۸ عرادې پرمختللي جګړه ییز ټانکونه تر هغې وروسته کیېف ته سپارل شوي چې د کارېدو لپاره یې اوکراینۍ عمله وروزل شوه.

د جرمني دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وايي ډاډمن دی چې دا ټانکونه به وکولی شي د جګړې په لومړۍ کرښه کې ټاکونکی رول ولوبوي.

هغه ویلي دغه ټانکونه لکه څنګه چې یې یو وخت ژمنه شوې وه زموږ اوکرایني ملګرو ته په لاس ورغلي.

په ورته وخت له اوکراینه رپوټونه وايي چې د بریتانیا چلنجر ۲ ټانکونه هم ور رسېدلي.

اوکراین له څو میاشتو راهیسې د روسیې یرغل پر وړاندې جګړه کې مرستې لپاره د پرمختللو موټرونو او تسلیحاتي سیستمونو غوښتنه کوله.

د ولودیمیر زېلېنسکي حکومت تر اوسه د لیوپارډ ۲ ټانکونو پر ورسېدو تبصره نه ده کړې

که څه هم د اوکراین حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا یې منلې چې بریتانیا کې د جوړو شویو چلېنجر ۲ ټانکو لومړۍ جوپه ور سپارل شوې ده.

لیوپارډ ۲ د ناټو غړو هېوادونو لخوا په ډېرو غوره تولید شویو جګړه ییزو ټانکونو کې شمېرل کېږي.

دمګړۍ له شاوخوا ۲۰۰۰ دغه ماډل ټانکونو نه په اروپايي هېوادونو کې ګټه اخیستل کېږي.

جرمني له اوږد انکار وروسته تېره جنورۍ کې دې ته غاړه کېښوده چې اوکراین ته دا ټانکونه ورکړي.

برلین مخکې نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوله چې له کیېف سره د دغو ټانکونو مرسته وکړي.

که نور هېوادونه غواړي دا ټانکونه صادر کړي نو د جرمني قانون له مخې باید د دوی هوکړه ترلاسه کړي.

د آلمان پوځ په تېرو څو اوونیو کې اوکرایني ټانکیستانو ته د لیوپارډ ۲ ټانکونو د اې-۶ پرمختللي بڼې د کارولو روزنه ورکړې.

دا ټانکونه په ځانګړې توګه د روسیې له اصلي جګړه ییزو ټانکونو ټي-۹۰ سره سیالۍ ته ډیزاین شوي او ویل کېږي ساتنه یې اسانه او لویدیز کې له نورو جوړو شویو ټانکونو کم مصرفه دي.‌

نور ولولئ: د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف په پراخیدو دی

برلین پر لیوپارډ ۲ سربېره اوکراین ته د ټانکونو موندلو دوه تخصصي وسایط او د پیاده نظام ۴۰ مارډر جګړه ییز ګاډي هم استولي.

له دې سره د اوکراین دفاع وزارت ویاندې اېرینا زولوتار اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې د بریتانیا چلنجر ۲ ټانکونه هم وار له مخه دغه هېواد ته رسېدلي دي، خو د بریتانیا دفاع وزارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

خو مخکې یې منلې وه چې اوکراینۍ عمله په بریتانیا کې د دغو ټانکونو په برخه کې له روزل کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنوې.

مسکو که څه هم تازه په دې اړه خپرو شویو رپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې خبرداری ورکړی چې له اوکراین سره هر ډول مرسته به بدې پایلې ولري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې دا وسلې به له منځه ولاړې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button