افغان کډوال

جرمني محکمه: زموږ حکومت د افغان پناه غوښتونکو سره پر کړو ژمنو مکلف دی

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د برلین اداري محکمې اعلان کړی چې د جرمني حکومت کولای شي «له خطر سره د مخامخ افغان کورنیو د غړو» پروګرام د دوام یا بدلون په اړه پرېکړه وکړي او د نوې تاییدیې له صادرولو څخه ډډه وکړي، خو له خپلو پخوانیو ژمنو څخه ځان نه شي خلاصولی.

یادې محکمې ویلي چې حکومت دا صلاحیت لري چې پریکړه وکړي آیا له «خطر سره د مخامخ افغان کورنیو د غړو» تر چتر لاندې منل شوی پروګرام روان وساتي یا یې بدل کړي، او که د نویو غوښتنلیکونو تایید وځنډوي؛ خو له هغو ژمنو چې مخکې یې کړي، نه شي تېرېدلی.

یاد پروګرام په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوی و، خو د جرمني صدراعظم «فریدریش مرڅ» دا پروګرام درولی دی.

مرڅ مخکې له دې، د مهاجرت پر ضد مبارزه د خپل انتخاباتي کمپاین یوه کلیدي ژمنه بللې وه او په خپل ائتلافي تړون کې یې اعلان کړی و چې غواړي دا پروګرام تر ممکنه حده ودروي.

یاد پروګرام هغو کسانو ته ځانګړی شوی و چې د جرمني له پوځ یا نورو ادارو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه، لکه خبریالان او فعالان چې د تهدید له امله له خطر سره مخامخ دي.

د معلوماتو له مخې، چې د ۲۰۲۴ په اپرېل کې خپاره شوي، تر اوسه تر ۳۳ زرو ډېر افغانان د دې پروګرام له لارې جرمني ته تللي دي.

تر دې وړاندې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دوبریندت» ویلي و چې د هغو افغان مجرمانو د بېرته استولو د ستونزې د حل لپاره باید له طالبانو سره مخامخ مذاکرات وشي.

هغه له «فوکس» رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی و چې له منځګړو کسانو څخه کار اخیستل دایمي حل نه شي کیدای او مستقیمې خبرې د مجرمانو د بېرته لېږد بهیر اسانولی شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button