افغان کډوال

جرمني وايي، نوی حکومت به د افغانانو د لېږد پروسه پای ته ورسوي

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د جرمني د اتحادي ګوندونو CDU/CSU))  او سوسیال دیموکرات ګوند SPD))  ترمنځ د کډوالۍمحدودولو پر سر د پرونۍ هوکړې جزئیات خپاره شول. شاوخوا درې زره افغانان لا هم جرمني ته د تګ رسمي ژمنلیکونه لري. سره له دې چې پروګرامونه ختمېږي، خو د بیلډ په وینا، دا کسان به لا هم جرمني ته ځي.

د شنبې په ورځ، د دې ګوندونو مشرانو اعلان وکړ چې د نوي حکومت له لومړۍ ورځې به د غیرقانوني مهاجرت پر ضد سخت تدابیر عملي شي، سرحدي کنټرول به پراخ شي او حتا د پناه غوښتونکو بېرته استول به ممکن شي.

د بیلد د رپوټ له مخې، د تازه هوکړې له مخې به حکومت د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره ټولې قانوني لارې وڅېړي.

د جرمني د استوګنې په قانون کې د «محدودیت» کلمه بېرته شاملیږي، چې د مهاجرت د سختولو لپاره یو مهم سمبولیک ګام ګڼل کېږي.

د نوي پلان له مخې، جرمنی غواړي د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه هم وهڅوي چې مشترک سرحدي تدابیر عملي کړي.

هدف دا دی چې ټول اروپايي هېوادونه د ناقانونه مهاجرت مخه ونیسي، څو د مهاجرو د راتګ لړۍ پای ته ورسېږي.

د جرمني فدرالي پولیسو ته به نوي واکونه ورکړل شي، چې ناقانونه مهاجر وپیژني، ونیسي او له هېواده یې وباسي.د دې تر څنګ، د بېرته ستنولو لپاره د توقیف ځانګړي مرکزونه زیاتېږي او د سختو مجرمانو لپاره د اجباري بندیزونو لړۍ هم پراخېږي.

شاوخوا درې زره افغانان لا هم جرمني ته د تګ رسمي ژمنلیکونه لري او دا ژمنلیکونه حقوقي حیثیت لري او باید عملي شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button