جمهور ریس غني د کرونالپاره ۷ ماديي حکم امضاء کړ

جمهور ریس غني د کرونالپاره ۷ ماديي حکم امضاء دی چې پکې کرونا ویروس سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوندشکایتونه او راپورونه ارزوي.د دې وړاندې د کرونا ویروس په اوازې چې ولایاتو کې دغه پیسو نه فساد شوۍ دۍ،
د ولسمشرۍ ماڼۍ راپور کې ذکر شوي د حکم د لولې مادې پربنیاد کرونا ناروغي خپرېدو سره د موثرې مبارزې په برخه کې د اړوندو دولتي ادارو دندو، واکونو، کړنو، فعالیتونو او د خدماتو وړاندې کولو ته په کتو د قانون د حاکمیت، شفافیت، ځواب ویلو او مسوولیت منلو په موخه د حکومت د ژمنو سم طبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره راتلونکي موارد منظور دي.د د غه حکم دویمې مادې بازرس اداره موظفه کړې چې د لومړۍ مادې موخو ته په کتو د دې حکم د موضوع اړوند د اداري فساد مواردو په اړه شکایتونه او راپورونه د جمهوررئیس د ۲۲/۲/ ۱۳۹۷نېټې د ۳ ګڼې فرمان په رعایت سره وارزوي.
د ولسمشر غني د حکم د دریمې مادې د لومړي بند د حکم له مخې بازرس اداره د دې حکم د موضوع اړوند شکایتونه او راپورونه له حقیقي اشخاصو، رسنیو، مدني ټولنې بنسټونو، څېړنیزو او علمي مرکزونو او نورو حکمي اشخاصو څخه ترلاسه او ارزوي.همدارنګه د دویم بند د حکم په اساس شکایتونه او راپورونه په حضوري، د ایمیل، ټلیفون او یا نورو ممکنه وسایلو له لارې د ترلاسه کېدو وړ دي.
څلورمه ماده د بازرس ادارې د کړنو په باره کې حکم کوي،
اول:دغه اداره د موضوع د وضاحت لپاره شکایتونه، راپورونه او حمایوي اسناد او مدارک له ادارو څخه غواړي.دوهم : بازرس اداره د خپلو ارزونو د پایلو له مخې هغه موارد چې جرمي او جزایي ماهیت ولري اړوند عدلي مراجعو ته راجع کوي.دریم :بازرس اداره د نورو هغو مواردو په اړه چې د دې مادې په ۲ فقره کې شامل نه وي، خپلې اصلاحي سپارښتنې د ارزول شویو ادارو د مسوولینو په ادرس صادروي.څلورم: بازرس اداره د اداري فساد جرمونو اطلاع ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون د حکمونو په رعایت له شکایت کوونکي یا اطلاع ورکوونکي څخه ملاتړ کوي.پينجم : بازرس اداره د قانون مطابق اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مطابق د خپلو کړنو راپور د عامه پوهاوي په موخه خپروي.
همدارنګه د حکم ۵ ماده د ادارو د مکلفیتونو په اړه حکم کوي چې : لومړۍ: ټولې دولتي ادارې اوچارواکي مکلف دي چې د دې حکم اړوند موضوع کې بازرس ادارې سره هراړخیزه همکاري وکړي او د هغې ادارې د اړتیا وړ اسناد او مدارک په اختیار کې ورکړي.»
دولت باید صرف حکم ورنکړي بلکې دا حکم په سمه توګه تعقیب شي ترڅو دغه قضیه وڅېړل شي ترڅو دغه رقم غټ کیسونه بیا ونشي او چارواکي دې ته اړ شي چې بیا غلا ونکړي او افغانستان په سم لور رووان شي ځکه افغانستان ته د کرونا لپاره نړیوالې ټولنې مرسته کړې وه نو باید د نړیوالې ټولنې باور په افغانستان باندې ختم نشي او افغانستان کې خپل مزستو ته دوام ورکړي