ځایی

حبیب الرحمان حکمتیار د طالبانو پر وړاندې؛ تاسو واړه خلک فکر کوئ چې ملت مو فتح کړی

د ګلبدین حکمتیار زوی طالبانو ته د وړو خلکو خطاب کړی او وايي، دغه ډله فکر کوي چې ملت یې فتح  کړی دی

حبیب الرحمان حکمتیار داسې مهال غبرګون ښيي چې طالبانو په دارلمان کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له خپل کور ووېست او وزیر اکبرخان کې یې ځای ورکړ.

د ګلبدین حکمتيار زوی د طالبانو د عدليې وزير وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، دا د افغانانو بدبختي ده، چې واړه خلک پر لويو چوکيو ناست او ولس ته د فتح شوي ملت په سترګه ګوري.

د طالبانو د عدلیې وزیر پر قانون نه پوهېږي

حبیب الرحمان حکمتيار په خپلو خبرو کې وايي، چې د عدل او قانون ادارې مشر په دې نه پوهيږي، چې سرپرستان فيصلي نه شي کولای.

د طالبانو د عدليې وزير مولوي عبدالحکيم شرعي نن په کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې له پخواني استوګنځي په وتلو کې یې حکمتيار ته وخت ور کړی او بل ځای یې ورته برابر کړی، «له دې سره که بیا هم نوموړی دا کار بې احترامي بولي، عقل يې کار نه کوي.»

318083940 148733364610937 6195146424613806008 n
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار

نور ولولئ: طالبان غاصبینو ته: غصب شوي ځمکې پرېږدئ، کنه شرعي چلند به درسره وکړو

نور ولولئ: د طالبانو د عدلیې وزیر سیاسي ګوندونه د شریعت خلاف ګڼي او فعالیت ته یې اجازه نه ورکوي

د حزب اسلامي ګوند د مشر زوی حبیبالرحمان حکمتيار نن شنبه د طالبانو عدليې وزير تر څرګندونو وروسته پر اېکس ټولنیې شبکې یو پیغام کې لیکلي، چې د ادب او بې ادبي په اړه د قضاوت لپاره همدا څو دقيقې خبرې بسنه کوي.

نوموړي ليکي: «دا زموږ بدبختي ده چې يو شمېر واړه خلک په غټو څوکيو ناست دي او افغانانو ته د خپل ولس پر ځای د کوم فتح شوي ملت په سترګه ګوري.»

د قانوني مرجع نه موجودیت

عبدالرحمان حکمتيار ليکلي، چې د طالبانو د عدل او قانون د ادارې په مشرۍ کې کسان په خپله خوښه فيصلې کوي.

هغه زياتوي: « د عدل او قانون ادارې مشر په دې نه پوهیږي، چې سرپرستان سرپرستي کوي، نه دا چې فيصلې.»

حکمتيار په افغانستان کې د حزبونو د فعالیت قانوني ختمولو ته د طالبانو د عدليې وزير د خبرو په غبرګون کې ليکلي: « پخواني قوانين لغوه کول او نوي جوړول د يوې قانون سازی مرجعې کار وي نه دا، چې يو شخص يا يو ډله په خپله خوښه دا کار وکړي.»

هغه ليکلي، چې اوسني واکمنان بايد له تېرو تجريبو زده کړه وکړي؛ ځکه تر اوسه لا په دې نه پوهيږي، چې سبا ته به څه پېښ شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر له دې وړاندې په خوست ولایت کې د قومي مشر حاجي پاچا خان ځدراڼ او یو شمېر د ولسي جرګې پخوانیو وکیلانو کورونه هم نړیولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button