حکمتیار: که حکومت مو غوښتنې ونه مني ارګ به محاصره کړو
حکمتیار: که حکومت موغوښتنې ونه مني ارګ به محاصره کړو.د حزب اسلامي امیر حکومت ته خبرداری ورکړی چې ددوی سره هغه ژمنې چې ولسمشر غني کړې دي او هغه ژمنې چې اوس یې د طالبانو سره کړې دي بايد پلي کړي.او که داسې ونه کړي نو ارګ به محاصره کړو۔
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون په یوه خبري غونډه کې ګواښ وکړ چې که جمهور ریس غني د حزب اسلامي بندیان خوشي نکړي او د طالبانو سره کړې توافقنامه عملي نکړي نو په پلازمېنه کې به په پراخو حرکتونو لاس پورې کړې او بلاخره به ددې په پايله کې د حکومت واکمنۍ ته د پای ټکی کېږ دي او د دويي حکومت به ختم کړي.حکمتیار ګواښ کړی دی چې دوی به ارګ تر هغه کلابند کړي ترڅو چې ددوی غوښتنې نه وي منل شوې او اشرف غني لارې ته نه وي راغلی.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې که اړتیا شي نو ددې حکومت په وړاندې به هغسې وسلې وکاروي او هغه ډول جګړه به پيل کړي لکه څنګه یې چې د پرچميانو او کمونیسټانو په وړاندې پيل کړې وه.نوموړي همدارنګه ادعا وکړه چې حکومت په لوی لاس يوې بلې جګړې ته د تياري په حال کې دی،
د حکمتیار په خبره چې دده سره کره شواهد موجود دي چې حکومت د بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کانټينرو کې په زياته کچه وسلې راوړي او هغه ډلو ته یې ورکوي چې پخوا يې د طالبانو سره جګړه کړې وه.د حزب اسلامي مشر په داسی حال کې د حکومت په وړاندې د جګړې د اعلان د تياری خبرې کوي چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار وويل چې دوی جګړې ته تیار دی.
هغه همداراز وویل طالبانو د خبرو مېز پرېښی دی.محب د جګړې سبب طالبان بللي و، محب ويلي و چې دا طالبان دي چې جګړې ته یې زور ورکړی دی د سولې د خبرو مېز یې پرېښی دی او خپل قومندانان يې راټول کړي او د جګړې لپاره تياری نيسي.خو سیاسي شنونکي بیا وايي چې باید دواړه لورې د جګړې پر ځای خبرو ته دوام ورکړي او سولې ته دې کار وکړي. تر څو افغانان په امن او امان کې ژوند وکړي.