اقتصاد او سوداګري

خان جان الکوزی وايي، کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ۱۲۰۰ کاڼټینر بند پاتې

اړوند خبرونه:

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

کراچۍ کې د کانټینرونو د څېړنې سست بهیر له کبله تر ۱۲۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتي دي

‏د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر ۱۲۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتې دي.

د دې خونې رئیس خان جان الکوزی زیاتوي، چې دا کانټینرونه د توکو د څېړنې د سست بهیر او ګڼې‌ګوڼې له امله بند پاتې دي.

الکوزی زیاتوي،چې په دغو کانټینرونو کې تر ډېره خوراکي توکي بار دي.

نوموړی د پاکستان له حکومته غواړي چې د دغو کانټینرونو د ارزونې بهیر ګړندی کړي.

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولینو دغه راز ویلي، چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې په یاد بندر کې د کانټینرونو د ګړندۍ ارزونې ژمنې کړې وې، خو وايي اوس دا بهیر خورا سست روان دی.

سرچینه زیاتوي چې ورځ نه بلې ته د موټرو ګڼه‌ګوڼه زیاتېدونکې ده.

د نظر خاوندان وایي، پاکستان تل له افغانستان سره دروغي ژمنې کړي او هڅه یې کړې ده، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د نظر خاوندان زیاتوي، چې پاکستان په سیاسي موخو کې تل د افغانستان پر وړاندې سوداګریز اړخ د یو فشار په توګه کارولی، چې له امله یې هم ځان او هم افغان سوداګرو ته زیان اړوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button