کورني خبرونهنړیوال خبرونه

خلیلزاد: د دوحې د تړون له مخې طالبان د بشري حقونو پر رعایتولو مکلف نه دي

زلمی خلیلزاد وايي، د دوحې په تړون کې طالبان بشري حقونو ته په درناوي نه دي مکلف شوي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دوحې په تړون کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایتولو شرط نه دی اېښودل شوی.

ده دا خبره تېره شپه ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې په یوه اوږد پیغام کې کړې او زیاته کړې یې ده، د هغه پریکړه لیک په مسوده کې، چې د استازوجرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د جمهوریپال مشر مایک مکال له خوا وړاندې شوې، ویل شوي چې ګواکي طالبان به د دوحې له موافقې سره سم د اساسي بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو دریږي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو شرط

خو ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې هغه هیڅکله دا ادعا نه ده کړې چې طالبانو د دوحې په تړون کې داسي کومه ژمنه کړې، او د ده په قول، دا بیان بې اساسه او له حقیقت څخه لیرې دی.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه تېټه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره لاسلیک شو.

نور ولولئ: د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

خلیلزاد لیکلي چې د دوحې تړون، چې ده او ملاعبدالغني برادر لاسلیک کړ، یوازې د ځواکونو د وتلو شرایطو ته اشاره کوي، په هغوی باندې د بریدونو نه کولو، او د القاعدې په ګډون ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره وکاروي او د متحدو ایالتونو او د هغې د متحدانو امنیت وګواښي.

afghan 2024 09 26t121132.262

د خلیلزاد په وینا، طالبانو په هغه وخت کې موافقه کړې وه چې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د بشري حقونو د پالیسۍ په اړه به دوی، د هغه وخت له جمهوري حکومت او نورو افغانانو سره جلا خبرې کوي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو راپور

دا په داسې حال کې ده چې جمهوریپالو او د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مک مکال یو ځل بیا د ولسمشر جو بایډن پر ادارې تور پورې کړی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو په اړه شفاف نه دی.

خو خلیلزاد وایي، د استخباراتو د کمزورتیا له امله د افغانستان د وتلو مرحله په یوه ناورین بدله شوه، ځکه دوی تصور نه کاوه چې د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې به د افغانستان حکومت په اسانۍ سره سقوط وکړي.

د امریکا د استازو جرګه د جمهوریپالو په کنټرول کې ده له همدې کبله غړي یې هڅه کوي چې له افغانستانه د ګډوډ وتلو پر سر د دیموکراتانو حکومت تر فشار لاندې راولي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button