سیمه ییز خبرونه

خلیلزاد: پاکستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل عاصم منیر دی

دغه افغان الاصله امریکايي ډیپلوماټ وايي، پاکستان کې د ناامنۍ د زیاتېدو لامل عاصم منیر دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان د نیونې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ییزې جرګې د مخنیوي او د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د ملاتړ په اړه د پاکستان پوځ ته د انتقاد ګوته ونیوله.

خلیلزداد تېره شپه (د اکتوبر ۱۱ مه) پر خپله ایکسپاڼه بې له دې چې د عمران خان نوم یاد کړي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په اشارې کښلي:«اصف مُنیر ستونزه غټوي، ده د پاکستان تر ټولو مشهور سیاسي مشر په ناسمو او جعلي تورونو نیولی؛ هڅه یې کړې چې د هغه سوله ییز لاریون (جرګې)، چې د بشري حقونو ملاتړ او دفاع کوي، مخه ونیسي چې اوس یې پرې بندیز لګولی دی.»

له هند سره د اړیکو خرابول

خلیلزاد همداراز لیکلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په سیمه ییزه کچه د خپل هیواد له تاریخي دښمن هند سره اړیکې نورې هم خرابې کړي او همداراز یې د طالبانو له موقت حکومت سره اړیکې ترینګلې کړي دي.

نور ولولئ: د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

خلیلزاد ویلي چې د طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې داعش ته یې پناه ورکړې او «منځنۍ اسیا ته د سفر په ترڅ کې ما د دغو هیوادونو له کارپوهانو او چارواکو هم ورته تورونه واورېدل. که دا رښتیا وي نو دا به له اور سره تر لوبو بدتره وي. جنرال منیر خپل هیواد چیري بیايي؟ ستراتیژي یې څه ده؟ پاکستان د دې مستحق نه دی.»

د پښتنو د قامي عدالت پر جرګې برید

د پاکستان پوځ او استخباراتو په وروستیو ورځو کې خورا ډېرې هڅې وکړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رابلل شوې جرګې (د پښتنو د عدالت جرګه) د جوړېدو مخه ونیسي، دوی پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه، دغه غورځنګ یې غیرقانوني اعلان کړ، د هغه د غړیو د پاکستاني تابعیت د لغوه کولو پټکه یې وکړه او د جرګې د تخریب لپاره یې نه یوازې خیمې او وسایل ویجاړ کړل بلکې د جرګې د تنظیموونکو ۴ غړي یې ووژل او لږترلږه ۱۰ نور یې ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي ستونزې ډېرېږي او ددغه هېواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم زیات شوي دي.

په دې بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله د پاکستان پوځ ته اوړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button