خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د ټي ټي پي او وسله والو ډلو پرضد پیلېدونکي عزم استحکام عملیات افغانستان ته هم غځوي
پاکستان وروسته له هغه د عزم استحکام د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ پر پاکستاني پوځ مرګوني بریدونه ډېر کړل.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د “عزم استحکام” په نوم عملیاتو کې کیدای شي په افغانستان کې د پولې (د ډیورند کرښې) ورهاخوا د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.
له ترهګرۍ سره مبارزه
ده وویل، دغه عمليات بېړنۍ پرېکړه نه ده، بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ملي امنيت د تامين لپاره يو اړين ګام دى.
خواجه اصف له امریکا غږ سره په خبرو کې د عملیاتو په وړاندې د سیاسي حساسیت پر موجودیت اعتراف وکړ خو ډاډ یې ورکړ چې حکومت یې د سیاسي ګوندونو له خوا راپورته شویو اندیښنو ته د رسیدو لپاره چمتو دی.
ده وويل، حکومت به دا موضوع د بحث لپاره اسمبلۍ ته راوړي او د غړو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره به هر ډول پوښتنې ځواب کړي.
نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه
نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی
نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه
د پاکستان دفاع وزیر څرګنده کړه چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد عملیات کوي او پلان لري چې دغو هڅو ته دوام ورکړي.

اصف ټینګار وکړ، «که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي، نو ولې یې ځواب نه وایو؟»
له طالبانو د پاکستان خفګان
وزير په تېرو کلونو له ګاونډي هېواد سره د ده په ادعا د پاکستان له ډېرو مرستو سره سره د افغانستان له لوري د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي، ویې ویل: “موږ د افغانستان لپاره ډیر څه کړي، خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.”
پاکستان تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې پوځي عملیات به د افغانستان خاورې ته وغځوي.
د ملګروملتو په وروستي درې میاشتني راپور کې هم د پاکستان له لوری د افغانستان په خاوره کې د لږترلږه دوو هوايي بمباریو یادونه شوې وه او ویل شوي وو چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د خواجه اصف تازه څرګندونې د افغانستان د طالبانو حکومت ته د جګړې ښکاره اعلان دی.