هنر او ادب

خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

په خوست ولایت کې ځوانانو نوښت کړی چې افغانستان له پاکستان د کرکټ په بریا کې یې خلکو ته زرګونه ټوکه کتابونه ویشلي

په خوست کې لسګونه هغو ځوانانو چې په علمي او فرهنګي ډګر کې په هڅو بوخت دي، د وړمې ورځې کرېکټ بری يې په ښار کې د کتابونو په وېشلو نماځلی.

دغو ځوانانو د بېلابېلو برخو زر ټوکه کتابونه د خوست ښار په یوه څلورلارې کې پر نورو ځوانانو ویشلي او دوی يې د کتاب لوست ته رابللي دي.

افغانستان کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې وړمه ورځ په هند کې د پاکستان کرېکټ سیالې لوبډلې ته په اتو وېکټو تاریخي ماتې ورکړه چې نړيوال يې ګوته په غاښ کړل او لا هم پرې تبصرې کیږي.

د خوست ځېنو ځوانانو له نورو هغو په توپیر دغه بری د کتابونو په وېشلو نماځلی او وايي موخه يې ترې په دغه ولایت کې د کتاب لوست عامول دي.

نور ولولئ: کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېسته

د دغو ځوانانو له ډلې یو تن حسیب الله روښان وايي، چې غواړي په داسې هڅو سره په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړی کړي او په مناسبتي ورځو کې د ناوړو دودونو مخنيوی وکړي.

هغه وايي: «د داسې خوښیو او بریو پر مهال هر څوک خوښ وي او غواړي خپل احساسات څرګند کړي خو د ټوپک ډزو او بېځایه مزاحمت په ځای دې يې داسې ونماځي چې نورو ته يې ګټه ورسیږي.»

خوستي ځوانان له نوښت ډک فکرونه لري

دغه ځوانان وايي ډیر مهال افغان ځوانان د بدو کلتورونو او رواجونو تر اغېز لاندې راځي او خپل اصلي رسالت چې په ټولنه کې یې لري هغه له یاده باسي.

لیکوال او شاعر عبدالله څار وايي، خوستي ځوانان تل هڅه کوي چې په ټولييز ډول فکر وپالي او ځوانان په ټولنه کې له بدو کلتورونو را وګرځوي.

نور ولولئ: د اپريل مياشتې په ۲۳ مه نېټه به میئنانو یو بل ته کتابونه ډالۍ کول

ښاغلی څار وايي:«هدف مو دادی چې دکتاب لوست عام کړو، کتاب تر چا ورسوو، او هغه ځوانان چې دوی په ټولنه کې خپل مسیر ورک کړی بېرته يې خپل رسالت او مسوليت ته را ورګرځو، د کتاب لوست هر انسان ته داسې اړتیا ده لکه اوبو او خوړو ته چې اړتیا وي.»

د یادولو ده چې د وړمې ورځې د کرېکټ بري د نماځلو په خوښۍ کې د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د هوايي ډزو په پایله کې ځینې کسان ټپیان شوي هم دي.

پر دې سربېره خوست کې په بېلابېلو بڼو د کرکټ د ګټلو خوشالي لمانځل شوي وه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button