خیبر پښتونخوا کې یوه چینایي انجینر اسلام ته توهین کړی؛ پوځیانو د خلکو له ویرې له سیمې ویستلی
چینایي انجینر په روژه کې د کار پر سستوالي نیوکه کړې ده او له کارکوونکو سره د جر او بحث په پایله کې یې اسلام ته توهین آمیزه کلمات کارولي
د خیبر پښتونخوا کوهستان ولسوالس کې پولیسو وروسته له هغې د یوه بریښنایي شرکت یوه چینایي انجینر له دې ویرې چې خلک زیان ورته ونه رسوي ونیوه او بیا یې پوځیانو ته وسپاره.
نوموړي انجینر اسلام ته توهین کړی و چې بیا د سیمې خلک راټول شوي او هڅه یې کړې ده چې زیان ورته ورسوي خو پولیسو مداخله کړې ده او دا کس یې له ځان سره وړی دی.
په سیمه کې د پولیسو یوه افسر نصیرالدین خان ویلي چې د خلکو په راټولیدو پولیسو مداخله وکړه او نوموړی کس یې یوه خوندي ځای ته ولیږداوه.
پولیسو ویلي چې دا چینایي تبعه (تیان) نومیده چې په اړه یې شکایت هم درج شوی دی خو نوموړي د چارواکو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
اسلام ته له سپکاوي ډکو الفاظو کارولو وروسته په سیمه کې د ۴۰۰ په شاوخوا کې خلک راټول شوي وو او قهرجن اعتراض یې کړی.
خلکو د پولیسو پر مرکز هم برید کړی خو چینایي انجینر پوځي چورلکې بل ځای ته وړی و
پولیسو ویلي چې خایي خلک پوځي مرکز ته هم په دې نیت ورغلل چې ګواکې نوموړی کس یې هلته پټ کړی خو هغه پولیسو پوځیانو ته سپارلی و او دوی د پوځي چورلکې په وسیله خوندي ځای ته وړی و.
د ځایي کارګرو په وینا چې نوموړي له دې امله پر کارګرو اعتراض کړی و چې د روژې له امله یې کار سست روان دی.
له دې خبرې وروسته یې له ځایي سوپروایزر سره خبرې لاندې باندې کړي او اسلام ته یې له سپکاوي ډک کلمات کارولي چې له امله یې ځایي خلکو غبرګون ښودلی دی.
په دې اړه په پاکستان کې د چین سفارت له څه ویلو ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکو د چینایي انجینرانو د ساتنې لپاره د ځینو ځواکونو د ګومارلو تابیا کړې ده.
په پاکستان کې وخت ناوخت دین ته د سپکاوي په تور له ځینو اشخاصو سره د عامو خلکو لخوا له تاوتریخوالي ډک چلند کیږي چې ډیری یې حتی وړاندې له دې چې مسوول حکومتي چارواکي یې بچ کړای شي وژل کیږي.