Uncategorized

د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند ته نړیوال غبرګونونه

اړوند خبرونه:

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی او د دې هوکړې پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش وايي: «زه د دې هوکړې په مسوده کې د مصر، قطر او د امریکا د متحدو ایالتونو د منځګړیتوب د دوامداره هڅو ستاینه کوم. دې پرمختګ ته د رسېدو په موخه د ډیپلوماټیک حل موندلو لپاره د دوی نه ستړي کیدونکي ژمنې خورا مهمې دي. زه له ټولو ښکېلو اړخونو غواړم چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

ترکيې، پاکستان، جرمني، ايټاليا، فرانسې، جاپان، اسټراليا او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو هم د حماس او اسرایيلو ترمنځ د اوربند د هوکړې ستاينه کړې ده.

د اسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البانیزي هم وايي: «د اسټرالیا حکومت په دوامداره توګه د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د نړۍوالو غوښتنو برخه وه. دا هوکړه په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره یو رغنده ګام دی.»

طالبانو هم حماس ته له اسراييلو سره د اوربند په اړه مبارکي وويله او په دې برخه کې يې د امريکا، مصر او قطر د هڅو ستاينه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې د پخوانیو هوکړو له مخې باید نړۍواله ټولنه ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل به د اوربند دغې هوکړې ته ژمن پاتې کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: «د اوربند دغه هوکړه د فلسطیني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت د څه پاسه ۱۵ میاشتو تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده.»

د غزې په تړانګه کې د اوربند وروستي پړاو خبرې د روان کال د جنورۍ په درېیمه د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.

په پای کې له دوو اوونیو خبرو وروسته حماس او اسراییلو په غزه کې پر اوربند او د یرغمل شویو بندیانو پر خلاصون هوکړه وکړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button