Uncategorized

د اسرائیلو صدراعظم: د یمن حوثیان د ایران د شرارت وروستی تمځای دی

بنیامین نتنیاهو وايي، د یمن حوثيان د ایران د شرارت وروستی محور به هم له منځه لاړ شي

اسرائیلو تېره شپه په یمن کې د حوثیانو پر وروستیو او مهمو مرکزونو او بنسټونو هوايي بریدونه وکړ چې په دې کې د تېلو د راایستلو تاسیسات او نور اهداف شامل وو.

د اسرائیلو په بریدونو کې د وسلو د ډيپوګانو په نښه کول هم و چې د یمن حوثیانو به د اسرائیلو په مقابل کې ترې ګټه پورته کوله.

د نتنیاهو تازه څرګندونې

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یمن حوثيانو پر وړاندې له غچ اخیستونکي برید وروسته ویلي چې دا ډله د ایران د شرارت محور وروستی مټ دی.

نیویارک ټایمز پنج‌شنبه د ډېسمبر پر ۱۹مه راپور ورکړی چې نتانیاهو دا څرګندونې پر دغې ډلې د اسرائیلي پوځ له برید وروسته مطرح کړې دي.

د راپور پر بنسټ، اسرائیلي پوځ پنج‌شنبه سهار مهال پر اسرائیلو د حوثيانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د دغې ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

نور ولولئ: نتنیاهو: تر هغه جګړې ته دوام ورکوم تر څو چې ټاکلو موخو ته ورسېږم

نور ولولئ: نتنیاهو: تر هغه جګړې ته دوام ورکوم تر څو چې ټاکلو موخو ته ورسېږم

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د یمن په لوېدیځ ساحل او دننه کې یې د هوايي بریدونو له لارې د حوثيانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د راپور پر نسټ، د دې بریدونو په پایله کې ۷ کسان د «سلف» په بندري ښار کې او دوه نور «راس عیسی» ته نږدې د نفتو په یو مرکز کې وژل شوی دی.

پر اسرائیلو د حوثیانو توغول شوي توغندي

د راپورونو له مخې، دا سیمې د یمن په لوېدیځ کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دي.

بل خوا د حوثي جنګیالیو اړوند «المسیره» ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې دغې ډلې پر اسرائیلو برید کړی دی.

دغه ټلویزیوني چینل ادعا کړې چې په دې برید کې ۹ کسان وژل شوي دي.

له دې ادعا څو ساعته وروسته د اسرائیلو پوځ له یمن څخه د توغول شوي توغندي د شنډولو خبر ورکړی دی.

داسې انګېرل کېږي چې له حماس او حزب‌الله وروسته به دا ځل د تل‌ابیب د برید هدف د یمن حوثي وسله‌وال وي.

د یادونې وړ ده چې اسرائیلو په غزه، رفح او د فلسطین په نورو سیمو کې تر ټولو ډېر زیان ښځو، ماشومانو او بې وسلې کسانو ته اړولی چې له همدې امله د عدالت نړیوالې محکمې د نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړ او نوموړی یې په جنګي جنایت تورن کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button