نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

اسراییل پر غزه هوايي بمبار ته دوام ورکړی چې اکثر قربانیان یې ښځې او ماشومان دي

د فلسطین چارواکي وايي چې د اسراییلو په وروستیو بریدونو کې په غزه کې څه باندې ۷۰۰ کسان وژل شوي دي

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرګ ژوبلي تر ټولو لوړ شمېر دی.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ د اسراییل بمبار کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د رویټرز په حواله؛ د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د اکټوبر په ۲۴مه) وویل، چې د اسراییل په شپنیو هوایي بریدونو کې له ۷۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل چې د حماس د جنګیالیو د ځپلو لپاره د هوايي عملیات پیل کړي او د اکټوبر له اومې نېټې یې پر غزې خونړي حیرانوونکي بریدونه کړي، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ده.

ددې جګړې د غځېدو امکان شته

اسراییل ویلي، چې په محاصره شوې سیمه کې یې د حماس لسګونه جنګیالي وژلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې حماس اسلامي ډلې د له منځه وړلو لپاره به یې جګړه اوږد مهاله شي.

د اکټوبر په اومه حماس د اسراییل په سویلي برخو برید وکړ او له امله یې ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ولسي خلک وو ووژل، د حماس د برید په ځواب کې د غزې تړانګه د اسراییل د سختو بریدونو لاندې راغله.

مرستندویه سازمانونو په غزه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړ؛ خو د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اسراییل ته تللی او له دې هېواده یې خپل ملاتړ اعلان کړی.

هغه د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې وویل، فرانسه له حماس سره په جګړه کې له اسراییل سره «اوږه په اوږه» ولاړه ده. هغه زیاته کړه چې «له قوانینو پرته» جګړه باید ونه شي.

مرستو رسولو کې د ملګور ملتونو هڅې

ملګرو ملتونو هم له اسراییل وغوښتل، چې غزې ته د لا زیاتو مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي او ویلي یې دي، چې دې مرستو تر اوسه د ځپل شویو خلکو د اړتیا یوه کوچنۍ برخه پوره کړې ده.

د امریکا پخواني ولسمشر د غزې په تړانګه کې پر فلسطینیانو د اوبو، خوړو، او برېښنا پرېکولو غبرګون ښودلی.

نور ولولئ: پر غزه د اسراییلو برید؛ پر یوه روغتون شوي بمبار کې په سلګونو کسان وژل شوي

هغه وویل چې ښايي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې له اسراییل نړۍوال ملاتړ کمزوری کړي.

ملګرو ملتونو دې ته په اشارې چې سيمې ته د مرستې رسولو پر مهال به یې کارکوونکي خوندي وي یا نه وویل، چې د اسراییل او حماس له جګړې لسیزې تېریږي او تل په دې خونړيو بریدونو کې د اوربند امکان په ځنډ لیدل شوی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اکټوبر له اومې نېټې راپه دې خوا د حماس تر ولکې لاندې سیمو کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې د۲۳۶۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵ زره ۷۹۱ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

رسنۍ او نړیوال مرستندوی بنسټونه په غزه کې حالات ترینګلي ښيي، خو وايي چې د جګړې ډېری قربانیان عام خلک دي چې په دوی کې یې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button