افغانستان

د اسماعیل هنه وژل کېدو ته د افغان سیاسیونو غبرګونونه

د حماس د دفتر مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو ته ځینو افغان سیاسیونو غبرګونونه ښوولي دي

اسماعیل هنیه پرون ورځ (سه‌شنبه، زمري ۹( د ایران په پلازمېنه تهران کې په تر ټولو خوندي سیمه کې د اسرائیلو په توغندیز برید کې ووژل شو.

د اسماعیل هنیه د افغانستان یو شمېر سیاستوالو په تهران کې د فلسطین د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل غندلي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا برید په کلکو ټکیو غندي.

د غزې د جګړې ناورین به نور هم ډېر شي

د کرزي په وینا، په داسې حال کې چې د غزې ناورین د حل هڅې روانې وې، د هنیه وژل کېدل دا خبرې ټکنۍ کوي او په دې اساس دا پېښه په منځني ختیځ کې دسولې او ثبات ضد عمل و.

د پرځیدلي جمهوري نظام اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او یو شمېر نورو افغان سیاسي څېرو هم د نوموړي وژل کېدل غندلي.

afghan 2024 08 01t115805.605
د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس ډلې سیاسي مشر په تهران کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

مخکې د طالبانو واکمن رژیم هم دا برید غندلی او هنیه یو پياوړی او مبارز مسلمان ګڼلی و.

د طالبانو منتقدانو بیا ویلي، چې که هنیه افغان او همداسې قیافې سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژوند کولای؛ طالبانو به په ډېرو نومونو تکفیر کړی او ژوند ور تریخ کړی وای.

د اسماعیل هنیه د وژل کېدو ډول

د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د ایران سپاه پاسداران په تازه معلوماتو کې ویلي چې نوموړی د شپې په ۲ بجې له هوا څخه په تهران کې په ویشتل شوې ګولۍ یا وسیلې وژل شوی دی.

په داسې حال کې چې ایران او حماس د اسماعیل هنیه د وژلو پړه پر اسرائیل اچوي، د اسراییل د پوځ ویاند وايي چې دوی د وضعیت ارزونه کوي.

حماس ویلي چې د اسماعیل هنیه ترور به بې ځوابه پاته نه شي.

پر دې سربېره ایران ګواښ کړی چې پر اسرائیلو به مخامخ برید وکړي. د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه‌ي د سپاه پاسدران او پوځ مشرانو ته امر کړی چې پر اسرائیلو د برید لپاره طرحه چمتو کړي.

له دې وړاندې په لبنان کې د حزب الله مشر ویلي وو، ایران به ژر یا وروسته له اسرائیلو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شي.

امریکا بیا له ایران غوښتي و چې د اسرائیلو پر وړاندې له زغم کار واخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button