سپورټ

د اسیا جام سیالیو کې به څوک پایلوبې ته لار پیدا کړي؛ پاکستان، که بنګله دیش؟

اړند خبر:

کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!

د اسیا جام شل‌ اوریزو سیالیو په لړ کې به نن برخلیک ټاکونکې لوبه کېدونکې ده. بنګله دېش او پاکستان د دویم پړاو په خورا مهمې لوبې کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.د دواړو هېوادونو لوبغاړو دا ادعا کړې چې دوی به هرومرو د پایلوبې برخه وي.

د ۲۰۲۵ اسیا جام شل‌ اوریزو سیالیو په لړ کې، نن (پنجشنبه، د تلې۳مه) د پاکستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل شي.

که دغه لوبه بنګله دېش او یا هم پاکستان وګټي، نو بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

تېره شپه بنګله دېش د هند پر وړاندې ماته وخوړه، او دا یې وروستی چانس دی چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

د تېرې شپې لوبه کې هند د خپلو شپږ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره بنګله دېش ته د ۱۶۸ منډو هدف کېښود، خو بنګله دېش د ۱۹ اور په درېیم توپ باندې خپله وروستۍ ویکټه له لاسه ورکړه او هند څخه یې د ۴۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.

پاکستان سریلانکا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او دا هیله یې بیا راژوندۍ شوه چې ممکن د اسیایي جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

د پاکستان لوبډلې توپوهونکي فرهان هم ویلي چې د دوی لوبډله ګمان کوي چې هند سره به په پایلوبه کې بیا مخامخ کېږي.

د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه ګټونکې لوبډله به د اسیا جام پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

د ۲۰۵ کال اسیا جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د روانې سپټمبر میاشتې ۹مه په متحده عربي اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به دوام وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button