د افغان ترکمنانو له دودونو خبر یاست؟
په افغانستان کې مېشت ترکمنان عجیب و غریب دودونه یا رواجونه لري
په افغانستان کې ترکمن قوم چې د هېواد په شمال او شمال ختیځو سیمو کې مېشت دی، له نورو قومونو سره په توپیر دودونه لري چې اوس مهال یې پخواني دودونه کمرنګه شوي دي.
د ترکمن قوم نارینه تر ډېره په کرنې، مالدارۍ او د غالیو په سوداګرۍ بوخت دي، خو مېرمنې یې په غالیو اوبدلو کې رول لري.
د ترکمنانو اقتصادي حالت
دوی چې اقتصادي وضعیت یې ډېر ښه نه دی، خو بیا هم په ودونو کې ملا ماتوونکي دودونه لري، چې یو یې هم لوړ ولور دی.
ترکمن ځوان جمعه الدين وايي، د ترکمنانو د واده مراسم درې شپې او يوه ورځ وي چې په لومړۍ شپه د ناوې او زوم نږدې خپلوان د ډوډۍ خوړلو لپاره راټولېږي، په دویمه شپه د سیمې خلکو ته د ډوډۍ لپاره بلنه ورکول کېږي او درېیمه شپه د واده مراسم ترسره کېږي.
نور ولولئ: د پښتني کلتور د سپړلو ورځ
« د واده مراسمو په درېیمه شپه زوم، د هغه خپلوان او ګاونډیان د ډوډۍ لپاره بلل کېږي.»
ترکمنانو تر څو کاله وړاندې پورې ناوې د زوم کورته په کجاوه کې وړه؛ خو اوس دا رواج بدل شوی او ناوې د خسر کور ته په موټر کې وړل کېږي.
په همدې اړه الله نظر ترین وايي:
«د وخت په تېرېدو سره ترکمنو هم تغییر کړی، اوس ناوې په موټر کې وړي، خو د کجاوې خوند بیل و.»
په ودونو او له وادونو وروسته ددوی دود
د ترکمنانو له پخوانيو دودونو څخه یو هم له واده وروسته د مېرمنو له لوري د زینتي خولۍ په سر کول دي.
دغه راز د نجونو لوړ مهر او د واده په مراسمو کې زیات لګښتونه، هغه څه دي چې د دوی پخواني دودونه ګڼل کېږي.
په بلخ کې د ترکمن قوم د یو شمېر مشرانو د معلوماتو له مخې، پخوا به په ودونو کې د یوې نجلۍ مهر له پنځه لکه څخه تر لس لکه افغانیو پورې و، چې پر دې سربېره به د واده مراسمو ټول لګښتونه هم د زوم د کورنۍ له لوري ورکول کېدل.
قومي مشر خدای بیردي وايي:
«ترکمنې نجونې غالۍ اوبدونکې او کمال لرونکې دي، په همدغه دلیل د دوی ولور لوړ دی، خو دا کار له هېواد څخه د ځوانانو د تګ سبب هم شوی، ترڅو د ځان لپاره ولور پیدا کړي.»
بل لورته بیا شین چای، اشلکي، ترکمني پلو او قابلي د ترکمنو له پخوانیو او خوندورو غزاګانو هم ګڼل کېږي، خو د ترکمنو مشران وايي چې د پخوا په پرتله یې دودونو زیات تغییر کړی.
« د وخت په تېرېدو زموږ خلک هم ښاري شوي او په ښار کې د خپلو دودونو پالل سخت کار دی، نو له همدې کبله موږ هم د نورو خلکو په څېر ژوند کوو.»
د ځینو مشرانو په وینا، دا قوم د افغانستان په ۸ ولایتونو کې ژوند کوي چې ژبه یې هم د ترک قوم، د «اغوز» څانګې پورې، چې ازبکي او قزاقي ته نږدې ده؛ ګڼل کېږي.
ترکمنانو د شلمې پیړۍ په پیل کې په منځنۍ اسیا کې کوچیاني ژوند درلود، چې د وخت په تېرېدو سره یې د ژوند بڼه ښاري شوه.