د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي

اړوند خبر:
د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟
د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وایي، د تېر لمریز کال په جریان کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
ددې وزارت ویاند، عبدالسلام جواد جواد نن (سهشنبه، د ثور ۹مه) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د افغانستان صادرات هند ته ۶۲۷ میلیون ډالر او واردات یې ۲۶۳ میلیون ډالره دي.
د هغه په وینا، د افغانستان ډېری صادراتي توکي هند ته وچې مېوې او د درملو بوټي دي، چې انځیر، بادام، ممیز یا کشمس، هنگ، د هنگ تخم، او زعفران پکې شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان له هند څخه واردات لري، چې شکر، د صنعتي فابریکو خام مواد، د کتان ټوکران، د موټرو پرزې او ماشینونه پکې شامل دي.
دغه شمیرې په داسې حال کې خپرې شوې، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د افغانستان او هند پر سوداګرۍ هم اغېز کړی دی.
د دې سوداګرۍ یوه برخه د پاکستان د واګه-عطاري لارې ترمنځ ترسره کېږي، خو د وروستي کړکېچ له امله، پاکستان له هند سره خپله ټوله سوداګري ځنډولې او د واګه لاره یې بنده کړې ده