Uncategorized

د افغانستان د جګړې تجربه لرونکی پوځي د امریکا دفاع وزارت ته نوماند شو

ټرمپ یو بل امریکايي پوځي چې د افغانستان تجربه لري، دفاع وزیر ونوماوه تر څو دفاع وزارت ته لاړ شي

د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پیت هگزت، د فاکس نیوز خپرونکی او د پوځ پخوانی سرتېری، د دفاع وزیر په توګه نومولی دی.

د ټرمپ له لوري نومول شوي وزیران د سنا جرګې تایید ته اړتیا لري.

هگزت د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د امریکا د ملي ګارډ له ځواکونو سره افغانستان ته ولېږل شو او لس میاشتې یې په کابل کې په جولین کمپ کې تېرې کړې.

د نوماند شوي دفاع وزیر دنده

پیت هگزت په جولین کمپ کې، چې د نړیوالو امنیت ساتونکو ځواکونو (آیساف) مرکز و، د طالبانو ضد مرکز د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله.

هگزت له هارورډ او پرینسټن پوهنتونونو څخه فارغ‌التحصیل دی او د ده د ویپاڼې د معلوماتو پر اساس، سربېره پر افغانستان، په عراق او ګوانتانامو کې یې هم خدمت کړی دی.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، له ولسمشر څخه وغوښتل چې هغه پخواني سرتېري چې د جنګي جرمونو په تور نیول شوي وو، وبخښي. هگزت په دې اړه فاکس په نیوز کې د خپلو خپرونو په ترڅ کې د دغو سرتېرو د قضیو او د دوی له کورنیو سره خبرې کولې.

نور ولولئ: طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ

نور ولولئ: د ډونالډ ټرمپ وژونکی افغان او د ایران استخباراتو لخوا ګومارل شوی و

د ښاغلي هگزت د هڅو په پایله کې، په هماغه کال کې، ډونالډ ټرمپ یو پخوانی امریکايي کمانډو، چې د یوه افغان د وژلو په تور محاکمه کېدو ته چمتو کېدو، وبخښه. سربېره پر دې، هغه یو بل امریکايي سرتېری هم وبخښه چې په افغانستان کې د درېیو افغانانو د ویشتلو او د هغوی د دوو کسانو د وژلو په تور محکوم شوی و.

د امریکا دفاع وزارت ته حیرانوونکی انتخاب

رویټرز خبري آژانس د پیت هگزت ټاکل د ټرمپ له له لوري تر ټولو حیرانونکی انتخاب بللی دی. هغه د ناټو په اړه بدبینانه نظر لري او د دې تړون پر متحدانو یې د “ضعیف والي” له امله نیوکه کړې ده.

ښاغلی هگزت ۴۴ کلن دی.

ټرمپ هگزت یو “زړور، هوښیار” او د “لومړی امریکا” شعار ریښتینی باورمن بللی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي: “د پیت په رهبرۍ کې د امریکا دښمنان باید په چمتو حالت کې وي. زموږ پوځ به بیا ستر شي او امریکا به هېڅکله شاتګ ونه کړي.”

هگزت ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له پوځه وروسته له دې ووت چې دغه ځواک د سیاسي او مذهبي نظریاتو له امله څنډې ته کړی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button