د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د اورښت اټکل

اړوند خبرونه:
د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت
د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه
په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي
د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن څخه د کابل په شمول د افغانستان په شلو ولایتونو کې بارانونه واوري او په ځینو ځایونو کې به سیلونه جاري شي.
دغه وزارت ویلي چې د روان کال د ثور له ۹مې نېټې څخه تر ۱۱مې پورې، د اقلیمي بدلونونو او د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو اړونده ادارو د وړاندوینې له مخې، د شدیدو ورښتونو، واورو او ورپسې سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
پر کابل سربېره، بدخشان، هلمند، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، بلخ، جوزجان، پنجشیر، نورستان، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، دایکنډي، ارزگان، فاریاب او غور هغه ولایتونه دي چې د سختو ورښتونو او د سیندونو د اوبو د لوړوالي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مختلفو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د طبیعي پېښو له امله د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره جدي احتیاطي تدابیر ونیسي او سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
دا غوښتنه داسې مهال شوې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو دریو کلونو کې یې څو ځله سختې زلزلي او وژونکي سېلابونه تجربه کړي دي.
دا طبیعي پېښې خلکو ته د پراخو انساني او مالي زیانونو سبب شوې دي.