کورني خبرونه

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د اورښتونو او واورې اټکل

اړوند خبرونه: 

د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

(سې‌شنبه، د کب/ حوت ۷مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن (سې شنبې) د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

دغه ریاست پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په هلمند، هرات، ارزګان، زابل، کندهار، فراه، غور، بادغیس، جوزجان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، غزني، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بدخشان، تخار، زابل او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو اټکل کوي.

په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې د هېواد په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختيځو او مرکزي سيمو کې د سختو بادونو اټکل شوی، چې تېزوالی به يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کيلومترو پورې وي.

د هوا پېژندنې د ادارې په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۵۰ سانتي‌متره او د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ميلي‌متره پورې اټکل شوې ده.

افغانستان، چې پر له پسې وچکالیو ځپلی، ډېرو ورښتونو ته اړتیا لري څو تر مځکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او له بلې خوا په دوبي د کرنیزو مځکو لپاره کافي اوبه برابرې شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button