افغانستاناقتصاد او سوداګري

د اقتصادي همکاریو پر پراختیا د طالبانو او چین ټینګار

اړوند خبرونه:

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مولوي امیرخان متقي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

متقي د افغانستان او چین اړیکې «د پراختیا په حال کې» بللي او چین یې د افغانستان مهم سوداګریز شریک ګڼلی دی.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو کچه هر کال نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي. طالبان هیله لري چې دا اندازه لوړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ګډو کمېسیونونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی، څو د اقتصادي همکاریو څارنه وکړي، او په ترانسپورټ، بانکدارۍ او سوداګریز توازن کې یې وړاندیزونه کړي دي.

هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د افغان خاوره به د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان صادرات چین ته زیات شي او په “کمربند و راه” طرحه کې د افغانستان د رسمي ګډون هرکلی کوي.

وانګ يي زیاته کړې چې چین تیار دی په افغانستان کې د کانونو او طبیعي زېرمو په برخه کې نوې همکارۍ پیل کړي.

د هغه په وینا، هېواد یې پلان لري چې سږکال په افغانستان کې د کانونو د عملي استخراج لړۍ پیل کړي او د افغان کرنیزو محصولاتو د وارداتو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې بېجینګ به د افغانستان تر څنګ سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button