د اقلیمي بدلون له امله په نړۍ کې د سیندونو اوبه راکمه شوې
تازه راپور وايي، د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ د سیندونو د اوبو اندازه خورا کمه شوې ده
وروستی راټول شوي معلومات ښیي چې د نړۍ سیندونه په ۲۰۲۳ م کال کې په تېرو درو لسیزو کې په بې ساري ډول وچ شوي دي.
د هوا پیژندنې د نړیوالې ادارې (WMO) د تازه راپور پر اساس، سږکال د نړۍ د سیندیزو حوزې تر نیمايي ډېر له غیر نورمال شرایطو سره مخامخ دي، چې ډیری یې د اوبو له کمښت سره مبارزه کوي. دا وضعیت په تیرو پنځو کلونو کې هم لیدل شوی، او په ټوله نړۍ کې د سیندونو او اوبو زیرمو کچه تر اوسط اندازې ټیټه ده.
په شمالي، مرکزي او جنوبي امریکا کې، پراخې سیمې له سختې وچکالۍ او د سیندونو د اوبو د سطحې له ټېیټېدو سره مخامخ شوي. د مهمو سیندونو لکه امازون او میسیسیپی د اوبو سطحه په تاریخي ډول ټیټه شوې ده. په اسیا او اوقیانوسیه کې، د ګنګا، براهماپوترا، او مکونګ په شان د سیندونو حوزو د اوبو سطحې هم تر بل هر وخټ تیټې شوي دي.
د وچوبیو رامنځته کېدل
۲۰۲۳ کال د تودوالي له پلوه ریکارډ یا تر ټولو ګرم کال بلل کیږي. اقلیمي بدلون نه یوازې د سیندونو اوبه کمې کړي او وچوبی یې رامینځته کړی، بلکې په ټوله نړۍ کې یې ویجاړوونکی سیلونه هم بهیولي دي.
نور ولولئ: طالبان وايي، موږ له ایران اوبه نه دي راګرځولي بلکې د هلمند سیند اوبه نه لري
نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حقابې نه تېريږي
په داسې حال کې چې ځینې سیمې له وچکالۍ سره مخامخ وې، د افریقا د ختیځ ساحل، د نیوزیلینډ شمالي ټاپو، او فلیپین په شان یو شمېر سیمو له سختو سیلونو سره مبارزه کوله. د دې په مقابل کې د بریتانیا، ایرلنډ، فنلنډ او سویډن په شان د هیوادونو په سیندونو کې د اوبو اندازه تر معمول زیاته وه.
پرون (سې شنبې) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واوره واورېده حال دا چې د کال په دې وخت کې پخوا واوره نه اورېده. تېر کال د ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې هیڅ واوره ونه اورده خو له حوت وروسته د کال تر دې وخته ورښتونو په وقفه يي دول د معمول خلاف دوام کړی دی.
د درنو اورښتونو په اړه د خبرداریو تر لاسه کول
د هوا پیژندنې د نړیوال سازمان (WMO) عمومي منشي سیلسټ سایولو اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «له نښو نښانو راته ښکاري چې موږ د درنو بارانونو، سیلابونو او وچکالۍ په بڼه خبرداري ترلاسه کوو چې د انسانانو په ژوند، ایکوسیستمونو او اقتصاد باندې ویجاړوونکې اغیزې لري. د کنګلونو او طبیعي کنګلزارونو ویلي کېدا د ملیونونو خلکو لپاره د اوږدې مودې اوبو امنیت له خطر سره مخامخ کړی، مګر هغه اقدامات چې موږ ورته اړتیا لرو لاهم کافي نه دي شوي.»
دې شرایطو نه یوازې د روانو اوبو سرچینې اغیزمنې کړې، بلکې د نړۍ د اوبو اوسنۍ سرچینې هم په خطر کې اچوي. د ملګرو ملتونو د اوبو د راپور له مخې، اوسمهال ۳.۶ میلیارده انسانان په کال کې لږ تر لږه د یوې میاشتې لپاره کافي اوبه نه لري او اټکل کیږي چې دا شمېره به تر ۲۰۵۰ کال پورې پنځه میلیاردو ته لوړه شي.