روغتیا

د اماراتو روغتیايي مرکزونه؛ د افغان میندو او ماشومانو لپاره د ژوند نوې هیلې

د اماراتو روغتیايي مرکزونه؛ د افغان میندو او ماشومانو لپاره د ژوند نوې هیلې

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

په افغانستان کې، چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې یوه لویه ننګونه ده، د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شوي نوي ولادي کلینیکونه د زرګونو کورنیو لپاره د هیلو وړانګې ګرځېدلي دي. دا مرکزونه نه یوازې د میندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د لومړي ځل لپاره یې لرو پرتو ټولنو ته بنسټیز روغتیايي خدمات رسولي دي.

د یوې کورنۍ د ژوند بدلون:

د ننګرهار ولایت یوه لرې پراته کلي کې، شازیه محمدي خپله اوومه ماشومه، فاطمه، په یوه نوي کلینیک کې نړۍ ته راوړه. دا د هغې لپاره یوه ځانګړې او نوې تجربه وه، ځکه دا لومړی ځل و چې د مسلکي طبي څارنې لاندې یې ماشوم زېږاوه. شازیه وايي: “پخوا مو اقتصادي وضعیت ډېر خراب و. اوس، د دې مرستې له برکته، زموږ حالت ډېر ښه شوی. موږ له متحده عربي اماراتو مننه کوو چې زموږ په ژوند کې یې دا ستر بدلون راوست.”

د هغې خاوند، رمضان محمدي، د خپلو تېرو ستونزو په اړه وايي: “زموږ شپږ ماشومان په کور کې وزېږېدل، ځکه موږ لرو روغتونونو ته د تګ کرایه نه درلوده. دا لومړی ځل دی چې زموږ کور ته نږدې یو کلینیک جوړ شوی، او دا زموږ لپاره یو لوی نعمت دی.”

پراخ خدمات او د پام وړ اغېز:

دا لس روغتیايي مرکزونه د افغانستان په اوو مهمو ولایتونو (ننګرهار، بلخ، هرات، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار) کې جوړ شوي دي. دوی د لاندې خدماتو په وړاندې کولو سره د ټولنو روغتیايي اړتیاوې پوره کوي:

د میندو او ماشومانو لپاره ولادي او ځانګړې پاملرنه

روغتیايي مشورې او د کورنۍ پلان جوړونې خدمتونه

بېړنۍ روغتیايي پاملرنه او وړیا درمل

د خطرناکو ناروغانو لپاره نورو روغتونونو ته د لېږد زمینه برابرول

د ټولنې په کچه د روغتیايي پوهاوي پروګرامونه

ani 20250315103357
افغانستان کې د متحده عربي اماراتو لس روغتیايي کلینیکونه

په یوه له دغو کلینیکونو کې ډاکټر اکرام الله د دې بدلون په اړه وايي: “پخوا به زېږونونه په کورونو کې له کومې طبي مرستې پرته په ناامنو شرایطو کې ترسره کېدل. خو اوس وضعیت د بدلون په حال کې دی او خلک ډېر خوښ دي. موږ نه یوازې خوندي زېږونونه تضمینوو، بلکې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته واکسین، غذايي مرستې او دوامداره طبي پاملرنه هم ورکوو.”

د ماشومانو د مړینې کچې کمول:

دغو مرکزونو لا له وړاندې خپلې مثبتې اغېزې ښودلې دي. لکه څنګه چې ډاکټر اکرام الله د عایشې قمري په نوم یوې ماشومې ته اشاره کوي، دا ماشومه د هغو سلګونو ماشومانو له ډلې څخه یوه ده چې حیاتي روغتیايي معاینات او واکسینونه ترلاسه کوي. دا هڅې په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې د راټیټولو لپاره خورا مهمې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له هرو ۱۰۰۰ ماشومانو څخه ۵۷ یې تر پنځه کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عایشې مور د کلینیک نږدېوالي ته په اشارې وايي: “موږ درې یا څلور ځله کلینیک ته راغلي یو. پخوا مو ښار ته د تګ کرایه نه شوه پوره کولای؛ ډېر ناروغه ماشومان به په اوږدو لارو کې مړه کېدل.”

په پایله کې ویلی شو چې دغه کلینیکونه نه یوازې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، بلکې د لیرو پرتو ټولنو لپاره د ژوند ژغورنې او ډاډ یوه پیاوړې وسیله ګرځېدلې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button