نړۍ خبرونه
رجحان

د امریکا ولسمشرۍ ته نوماندې کاملا هریس یوه افغانه خپله سلاکاره وټاکله

نصرین باریکزې د کاملا هریس سلاکاره شوه، خو نصرین باریکزۍ څوک ده؟

د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د دیموکراتانو د کاندیدې کاملا هریس کمپاین، افغان الاصله امریکایي وکیله نصرین بارکزۍ د امریکا د مسلمانو او عربي ټولنو لپاره سلاکاره ګومارلې ده.

اغلې بارکزۍ تر دې مخکې د امریکا د مرستیال ولسمشرې کاملاهریس د سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.

این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل د هریس د کمپاین له قوله ویلي چې نصرین بارکزۍ له ۲۰۲۱ کال څخه د روان کال تر جولای میاشتې پورې د متحدوایالتونو د مرستیال ولسمشرې کاملا هریس په دفتر کې د مسلمانانو، عربو، د غزې د جګړې، د امیندوارۍ د حقونو، رایې ورکولو او ډیموکراسۍ په چارو کې د سیاسي سلاکارې په توګه کار کړی دی.

د کاملا لپاره کمپاین
امریکا,کاملا هریس,نصرین باریکزې,د کاملا هریس سلاکاره

د هریس د کمپاین چارواکو ویلي چې بارکزۍ به د کاملا هریس په کمپاین کې ورته مسوولیت په غاړه واخلي.

د کاملا هریس د کمپاین د دې افغان الاصله سلاکارې تر ټولو مهمه دنده به دا وي چې له مسلمانو ټولنو، په ځانګړې توګه له عربو امریکایانو سره خبرې او مشورې وکړي او د هریس کمپاین ته د هغوی ملاتړ راجلب کړي.

نور ولولئ: طالبان: موږ له امریکا سره د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي کړی

نور ولولئ: د امریکا ټاکنې؛ کمالا هرېس د ډیموکراټ ګوند نومانده شوه

بارکزۍ وايي، “زه ویاړم چې له مرستیال ولسمشرې سره خپل کار ته دوام ورکوم او په دې ټاکنو کې به د ډیموکراسۍ او د اومیندوارۍ له حقونو څخه نیولې د مسلمانانو او عربو تر چارو پورې په پراخه کچه مهمو مسلو ته مشوره ورکړم.”

نصرین باریکزۍ د کوم ځای او څوک ده؟
امریکا,کاملا هریس,نصرین باریکزې,د کاملا هریس سلاکاره

نصرین بارکزۍ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځ د یرغل په کال په کندهار ولایت کې زېږېدلې ده.

بارکزۍ (ګلامور) مجلې ته ویلي چې د هغې پلار او تره په هغه وخت کې بندیان وو او ورک شول. د دې راپور له مخې، هغه او کورنۍ یې وروسته پاکستان ته مهاجر شول چې د شوروي د سور پوځ له بمبارۍ څخه وژغورل شي.

په دې وخت کې نصرین بارکزۍ شاوخوا ۲ کلنه وه.

په پاکستان کې له درې کاله ژوند کولو وروسته، اغلې بارکزۍ په ۱۹۸۵ کال کې د کډوالو د بیا میشېدو د پروګرام په چوکاټ کې متحدوایالتونو ته مهاجره شوه او په ۲۰۰۵ کال کې د کلیفورنیا د برکلې پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوه.

په ۲۰۲۱ کې د مرستیال ولسمشرې له دفتر سره تر یوځای کیدو دمخه او د کامالا هریس د سلاکارې په توګه تر کار کولو وړاندې هغې د امریکا د مدني ازادیو له اتحادیې سره د حقوقي متخصصې او د ملي امنیت د وکیلې په توګه کار کاوه.

هماغه مهال دې په افغانستان او عراق کې د ملکي تلفاتو د پروژې مشري کوله. د ال مانیټر خپرونې د راپور له مخې، بارکزۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ګوانتانامو کې د بندیانو توقیف او د هغو قانوني پروسه “غیرقانونې” بللې وه.

نصرین بارکزۍ د عدالت د پرمختګ لپاره د اسیايي امریکایانو په اتحادیې کې د مدني حقونو او ملي امنیت د وکیلې په توګه کار کړی دی.

د ال مانیټر د راپور پر اساس، په داسې حال کې چې هغې له اتحادیې سره کار کاوه، د فلسطین پلوه محصلانو د لاریونونو دفاع یې کوله او د اسراییل پلوه یهودي محصلانو د فشار پر وړاندې د هغوی د دفاع مسووله وه.

د اسراییل جروزلم پوسټ ورځپاڼې ادعا کړې چې بارکزۍ په خپلو بیانونو او لیکنو کې په امریکایي پوهنتونونو کې د یهودو محصلانو د یهود دښمنۍ په اړه اندیښنې د یهودانو منظمه بدماشي بللې ده.

د جروزلم پوسټ ورځپاڼې له مخې، بارکزۍ د امریکا په پوهنتونونو کې د اسراییلي ضد څرګندونو په خاطر له امریکايي پوهنتونونو څخه د یهودو محصلانو د شکایت په ځواب کې ویلي و چې دا شکایتونه د فلسطین پلوه فعالیتونو د غلي کولو لپاره هڅه ده.

دې اسراییلي ورځپاڼې همداراز ویلي چې اغلې بارکزۍ یوه له هغو وکیلانو څخه وه چې د برکلې پوهنتون په ګډون د کلیفورنیا په دریو پوهنتونونو کې یې د یهودو محصلانو د شکایت او دوسیې مخه نیولې ده.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button