د امریکا په فیلادلفیا ایالت کې یوه الوتکه غورځېدلې
یوه کوچنۍ جېټ الوتکه چې شپږ کسان پکې سپاره وو، پرون د فیلادلفیا ښار د شمال ختیځ په یوه سیمه کې غورځېدلې ده.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه پر ځایي وخت شنبه د فبرورۍ پر لومړۍ شوې چې له امله یې څو کورونو اور اخیستی دی.
د سي بي اس نیوز د راپور له مخې، د فیلادلفیا پولیسو اعلان کړی چې په دې پېښه کې څو کسان ټپیان شوي، خو د الوتکې د سپرلیو د ژوند په اړه معلومات نشته.
دغې رسنۍ د فډرالي هوايي چلند ادارې له قوله ویلي چې دا کوچنۍ الوتکه د فیلادلفیا د شمال ختیځ له هوايي ډګره تر الوتنې وروسته، د میسوري ایالت د سپرینګفیلډ ښار ته تر رسېدو مخکې غورځېدلې ده.
تر دې وړاندې د امریکا د هوايي چلند ادارې اعلان کړی و چې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۶۴ کسان پکې سپاره وو، د واشنګټن ریګان هوايي ډګر ته د نږدې کېدو پر مهال له یوې پوځي چورلکې سره جنګېدلې او د پوټومک سیند ته لوېدلې ده.