ژوندژوند او ټولنه

د انسان وجود ته د شیدو د خوړلو ګتې

اړوند مطالب: 

کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

د وجود ته د شیدو خوړل ډېره ګټه کوي او له همدې امله روغتیا پوهان په غذا کې د شیدو پر ور زیاتوالي ټینګار کوي.

روغتیا پوهان وایي، شیدې د زیاتو ویتامینونو درلودونکې مایع ده، چې د ویټامین اې او ډي د شیدې د ویټامین اې او ډي تر څنګ د کلسیم او پروتین مهمه سرچینه بلل کیږي.

څیړونکي وایي، شیدې د زیاته اندازه کلسیمو په لرلو سره د انسان هډوکي پیاوړي کوي او همداراز له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې د ورځې پیل له یو گیلاس شېدو سره وشي.

د شیدو ځینې نورې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ د روغتیايي کارپوهانو په اند د شیدو زیات استعمال کولی شي انسان د الزایمر، پاکنسن او نورو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

۲ـ شیدې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغیزناک درمل دي او دا مایع دانسان د بدن  د ودې او دنمو سبب ګرځي ، د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي او د ناروغيو مخه نیسي.

۳ـ داسهال مخنيوي کوي او همدارنګه د زخم په ژر رغېدو او غاښونو د خرابېدو په مخنیوي کې اغیزمن تمامیدلی شي.

۴ـ همداراز شیدې د خوب په ښه‌والي، د عضلاتو د قوت، د سږو د ناروغۍ د مخنیوي او د سرطان د ناروغۍ په قابو کولو کې مرسته کولی شي.

۵ـ د ژر زوړوالي مخنيوي کوي، انسان ځوان ساتي ځکه پوستکی نرم او تازه ساتي.

۶ـ شیدې د حافظې د قوت، د وينې د لوړ فشار د ښکته کولو او د چاغښت په مخنیوي ګټه لري.

د شیدو په خوړلو کې باید دوه مواردو ته پاملرنه وکړو او هغه دا چې حيواني شيــــــدي بايد خامي و نه څښل شي ځکه زيات حيواني ميکروبونه او ناروغي دي چې له همدې لارې زمونږ بدن ته ننوځي.

د یادولو ده چې هغه کسان چه  دپښتورګي ناروغي لري بايد د نري شيدې وڅښي، ځکه چې د دې ناروغانو پښتورګي په اسانه شیدې نشي هضمولی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button