ژوند او ټولنههنر او ادب

د انسانیت معبد یا تر ځمکې لاندې تر ټولو لوی عبادت ځای پیروان څوک وو؟

د انسانیت معد پیروان یې د خپلې ټولنې په لومړیو کلونو کې د زماني سفر په اړه خبرې کول

هغه کس به، چې په دې لړ کې خورا مخکې لاړ هغه د زمانې سفر کوونکی بلل کېده. فالکو ادعا کوله، چې له راتلونکو شپږ سوه کلونو څخه دې زمانې ته راغلی دی ترڅو انسانیت له تباهۍ وژغوري.

هغه دا ادعا هم کوله، چې تېر ماضي ته یې سفر کړی دی او هالته یې د یوې داسې ټولنې بنسټ اېښی، چې په افسانو کې به د اتلانتیس تمدن ترې جوړ شي.

نور ولولئ: ددې لوی عبادت ځای څخه خبر یاست؟

دې ادعاګانې ممکن ستاسو په ذهن کې ډېری شکونه راپورته کړي، خو حقیقت دا دی، چې په نژدې ماضي کې یې یوه داسې فرقه جوړه کړې وه چې ځان ته یې د ژوند یوه بېله فلسفه درلوده.

پروفیسور پالیسانو، چې کلونه کلونه یې د دې ټولنې په اړه څېړنې کړې دي، وايي، چې ‘دامنهور په نړۍ کې یوه ځانګړې ټولنه ده.’

“دا د نړۍ هغه خلک دي چې پرېکړه یې کړې، خپل ارام ژوند پرېږدي او یو ستونزمن ماموریت ترسره کړي.”

دوی د جادوییي ماموریت لپاره څه غوښتل؟

پروفیسور پالیسانو وايي: “فالکو دا ډول باورونه او ژمنتیاوې ځکه رامنځ ته کړې وې چې د خپل جادويي ماموریت ثابتولو یا پوره کولو لپاره یې یوه عبادتځای ته اړتیا لرله چېرې چې د ده “جادوي ټیکنالوژۍ” موجوده وي.”

د ده له پیروانو څخه یو هم د دامنهور اکاډیمۍ غړی انټیلوپ وربینا دی، چې نوم یې د حیواناتو او نباتاتو د نومونو دود منعکس وي.

دی وايي: “زه د ۱۹۸۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه په دامنهور ټولنه کې د اوسېدو لپاره راغلم.”

نور ولولئ: د افغانستان په بامیانو کې د لیدنې وړ سیمې: د بامیانو مجسمې

“زما لومړۍ ورځ ډیره په زړه پورې وه ځکه، هغه وخت دا یو داسې ځای و، چې باید خپل ټول څیزونه مو بهر پرېښې وای او له یو داسې حقیقت سره مو ژوند پیل کړی وای، چې ډېری ابادۍ یې د اسرائیلو کیبوتس ته ورته وې.”

د فالکو تر مشرۍ لاندې د دامنهور ټولنې اوسېدونکو کیندنې پیل کړې.

د معبد په جوړولو کې له یوه او بل سره مرسته

دی وايي: “د دې کلونو په اوږدو کې موږ ټولو د معبد په جوړولو کې مرسته کوله. په هغو ورځو کې همدا زموږ ژوند و.

باریس الیبورو وايي: ” لومړیو ۱۵ کلونو کې دا ټول په خورا محرمیت کې ترسره شوي ځکه، په ایټالیا کې هېڅ داسې قانون نه شته چې تر ځمکې لاندې ودانیو جوړولو ته اجازه ورکړي.”

سربېره پردې، هغوی دا وېره هم درلوده، چې د ایټالیا په څېر یو کلک کاتولیک هېواد کې به د بل مذهب یا فرقې د معبد جوړول کېدای شي ونه منلی شي.

له همدې کبله نوموړي د خپل معبد جوړولو لپاره هېڅکله هم د اجازه لیک غوښتنه ونه کړه او په پټه یې خپل پلان پرمخ یووړ.

کرار کرار له یادې ټولنې سره نور کسان هم یو ځای شول هغه وګړي چې د ځمکې د ژغورلو او ساتنې ذهنیت یې درلود او لږ لږ څیزونه یې را ټولول تر هغه چې د لویو جایدادونو څښتنان شول.

دې ټولنې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو او ګټې وټې لپاره کوچني کاروبارونه پیل کړل چې په کې د انګورو باغونه، د کتاب پلورنځی او نور پلورنځي شامل وو.

د دې کاروبارونو د خاوندانو تر څنګ هغه کسان، چې مستریان، هنرمندان، بزګران او مزدور کاران وو، هم د ورځې به یې خپل کاروبارونه کول او د شپې به یې یاد معبد اباداوه.

له دې ټول احتیاط سره په پای کې یې راز ښکاره شو. د ۱۹۹۲ کال په جولای کې کله چې د عبادتځای د ابادۍ کار په بشپړېدو و د دامنهور چارواکو خبرداری ورکړ، چې باید د عبادتځای پته ورمعلومه کړي که نه ټوله غرنۍ سیمه به ورانه کړي.

کله چې فالکو او د هغه پیروانو ته بله کومه لاره پاتې نه شوه نو مجبور شول چې د عبادتځای پټه دروازه ورته پرانیزي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button