Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړۍ

د اوکراین ډرون روسی سوپر سونیک بم‌غورځونکی له منځه یووړ

د اوکراین ډرون روسی سوپر سونیک بم‌غورځونکی په بشپړه توګه له منځه وړی دی

د رپوټونو له مخې د روسیې یو اوږد واټنه بم غورځونکی د اوکرایین د ډرون په برید کې لمنځه تللی دی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې چې د بي‌بي‌سي څېړنو هم تایید کړي، یو توپولېف-۲۲ بم غورځونکی ښکاري چې د اور لمبو کې سوځي.

دا برید د سنت پیترزبورګ د سویل په سولڅي-۲ هوايي اډه کې شوی.

مسکو ویلي اوکرایینی ډرون تر برید وړاندې د وړې وسلې په ډزو ویشتل شوی و، خو بیا یې هم یوې الوتکې ته زیان اړولی دی.

د سوپر سونېک ځانګړنې

توپولېف-۲۲ د غږ دوه برابره چټک مزل کولی شي او د روسیې لخوا په پراخه کچه د اوکرایین ښارونو کې د بریدونو لپاره کارول کېږي.

دغه الوتکې د ۲۴ زره کیلوګرامه په اندازه د وسلو،‌ بمونو او توغنديو د لېږدولو وړتیا لري.

روسیې دا الوتکې لومړی ځل د سړې جګړې پر مهال جوړې کړې او تر اوکرایین وړاندې د سوریې، چیچنیا او ګرجستان په جګړو کې هم کارول شوې دي.‌

د اوکراییني چارواکو د ادعا له مخې د روان کال جنوري په دنیپرو ښار کې د استوګنیزو اپارتمانونو پر یوه بلاک د توغندیو برید هم توپولېف-۲۲ الوتکې کړی و، چې ۳۰ کسان پکې وژل شوي‌ وو.‌

نور ولولئ: مسکو کې ډرون بریدونه؛ زېلېنسکي‌ وايي جګړه د روسیې خاورې ته ورګرځي

د روسیې دفاع وزارت یوه بیان کې ویلي چې دغه برید د یوه شنبه د مسکو پر وخت شاوخوا ۱۰ بجې شوی.

په دې اعلامیه کې هم د پېښې ځای په نووګرود سیمه کې یوه پوځي مرکز ښودل شوی.

سولڅي-۲ هوايي اډه هم په همدې سیمه کې پرته ده.

د روسیې دفاع وزارت اعلامیه کې بیا راغلي

د روسیې د دفاع وزارت اعلامیه وايي “یو یو‌اې‌وي (ډرون) د هوايي اډې د څارونکې پوستې لخوا کشف او د وړې وسلې په ډزو ویشتل شوی و… یوه الوتکه زیانمنه شوې، خو د دې ترهګریزې کړنې پایله کې مرګژوبله نه ده اوښتې.”

په اعلامیه کې زیاته شوې،‌ چې د هوايي اډې پارکېنګ کې لګېدلی اور ژر بېرته ووژل شو.

خو د خواله رسنیو پر ټېلېګرام پلتفارم خپرو شویو تصویرونو کې بیا ښکاري چې اور یوې جنګي جټ الوتکې اخیستی دی.

اوکرایین په دې وروستیو کې څو ځله مسکو کې هم د ډرون بریدونه کړي

د یادونې ده چې د اوکرایین دفاع وزارت اړوند استخباراتو یوه ویاند دوشنبه وویل چې د روسیې په کالوګا سیمه کې هم د ډرون په یوه برید کې د روسیې یوه پوځي الوتکه له منځه وړل شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button