افغانستانسیمه

د ایران او اسرائیلو جګړه؛ ایران کې مېشتو افغانانو د اسرائیلو بریدونه وغندل

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې هلته ځینو مېشت افغان کډوالو پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي او په دې جګړه کې یې له تهران څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې چې افغان کډوالو له ایران څخه دا ملاتړ په مشهد کې د یوې غونډې پرمهال اعلان کړی، او د اسراییلو د بریدونو د غندنې ترڅنګ یې ویلي چې دوی له ایران سره ولاړ دي.

په راپورونو کې د دې غونډې ګډونوالو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د روانې جګړې د درولو لپاره هڅې وکړي.

د ایران او اسراییلو جګړه نهمې ورځې ته اوږده شوې او تېره شپه هم دواړو هېوادونو يو پر بل توغندیز بریدونه کړي دي.

بلخوا که څه هم د دې جګړې د درولو لپاره نړیوالې هڅې پیل شوې، خو تهران ویلي، تر څو چې اسراییل بریدونه ونه دروي، د اوربند هر ډول هڅې به بې‌مانا وي.

د ویلو ده چې تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ترکیې ته تللی، او ټاکل شوې چې هلته به د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د ویلو ده چې په دې غونډه کې به د ایران – اسراییلو پر جګړې بحث وشي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button