سیمه ییز خبرونه

د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

طالبان وايي، له ایران سره د ۱۳۵۱ کال د تړون په اساس بحث ته تیار دي، خو ایران د اوبو غوښتنه کوي

د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې د غوښتنې په دوام دا ځل د دغه هېواد د انرژۍ وزیر ویلي چې، تهران به په هېڅ صورت هم د هلمند سیند له حق‌ابې تېر نه‌شي.

علي اکبر محرابیان له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې، د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو له لوري د ایران د حق‌ابې په رسمیت پېژندل یوازې په ژبه کافي نه دي او باید دغه اوبه ایران ته ورکړل شي.

نور ولولئ: امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

د ایران د انرژۍ وزیر وايي:«په هېڅ صورت نه‌تېرېږو او دا چې افغان لوری یوازې په ژبه ووايي چې موږ په رسمیت پېژنو دا هم زموږ لپاره بسنه نه کوئ. هغه وخت موږ قانع کېږو دغه اوبه په هغه حجم چې په تړون کې اټکل شوي خوشې کړل شي او زموږ هېواد ته دې ورسېږي.»

د ایراني چارواکي پر وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت غبرګون

خو د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله د هېواد په سیندونو کې د اوبو کچه ټيټه شوې او په وینا یې که اوبه ډېرې شي؛ نو د ۱۳۵۱ کال د معاهدې له‌مخې به د ایران حقابه ورکړ شي.

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت وویل:«د وچکالۍ له کبله په هغه تږې او شګلن بستر کې د اوبو تېرېدل ناممکن دي چې په سل‌هاوو کیلومټره لاره ووهي، ان دا چې د نیمروز او هلمند ولایتونو د خلکو لپاره د څښاک اوبه هم شتون نه‌لري. او د نوموړو ولایتونو خلک د وچکالۍ له کبله مهاجرت ته اړ شوي دي.»

نور ولولئ: یو ایرانی پلاوی د هلمند د اوبو په تړاو خبرو لپاره کابل راځي

د اوبو چارو ځينې کارپوهان بیا پر دې باور دي که‌چېرې په هلمند سیند کې اوبه نه وي؛ نو ایران ته نه ښايي چې پر خپلې دغې غوښتنې ټينګار ولري.

د یادې حق‌ابې په اړه میکانیزم موجود دی

د اوبیزو سرچینو او چاپېریال ساتنې څېړونکی ډاکټر نجیب‌الله سدید وايي:«د ۱۳۵۱ کال تړون په حقیقت کې یو تطبیقي میکانیزم لري او هغه میکانیزم خپل شرایط لري، د هغه شرایط دا دي چې تاسې اول باید اوبیز کال تشخیص کړئ او د هغه پر بنسټ د حق‌ابې اندازه تعیین کړئ.»

د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې موضوع د دواړو هېوادونو تر منځ پر یوې ناندرۍ بدله شوې ده. اسلامي امارت تل ویلي چې، د ۱۳۵۱ کال د معاهدې له‌مخې د ایران حق‌ابې ته ژمن دي؛ خو تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې تهران د حق‌ابې مسئله په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راوستې ده.

دا څووم ځل دی چې د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو جنجال راپورته کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button