د ایران او هند تر منځ د ۱۰ کلنې موافقې لاسلیک

اړوند خبرونه:
پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو کې د چابهار بندر هم شامل شو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې تهران او ډیلي د چابهار بندر لپاره د همکارۍ ۱۰ کلنه موافقه لاسلیک کړې او دواړه هېوادونه د دې همکارۍ پر دوام ټینګار کوي.
عباس عراقچي وویل، هند به له امریکا سره مشوره وکړي، څو د چابهار بندر د معافیتونو د دوام امکان وسنجوي.
د ولسمشر ټرمپ ادارې په وروستیو ورځو کې وویل چې د امریکا له بندیزونو څخه د ایران چابهار بندر د معافیت به پای ته ورسوي.
د امریکا مخکینیو حکومتونو د افغانستان له جمهوري حکومت سره د مرستې په خاطر د ایران چابهار بندر د امریکا له بندیزونو استثنا کړی و.
د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر چابهار بندر د ایران لپاره مهم وباله او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او هند په دې بندر کې د همکاریو د دوام لیوالتیا لري.
هغه زیاته کړه:
«چابهار د هند سمندر ته یو مهم بندر دی، چې ایران او هند سره نښلوي.»
د روان کال د ثور په ۲۴مه، ایران او هند د چابهار بندر د پراختیا او مدیریت لپاره یو لس کلن تړون لاسلیک کړ.
دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د دې اوږدمهاله تړون موخه د سیمهییزو اړیکو پراختیا او سوداګري اسانتیاوې دي، په ځانګړې ډول د هند، ایران او افغانستان ترمنځ.