سیاستسیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته رسېدلی

اړوند خبرونه:

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د هند او پاکستان د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ پرمهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په یو رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې، اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبې د ثور ۱۵مه) ویلي چې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‌ییز مرستیال، نسیم ورایچ او هلته د ایران د سفیر «رضا امیري مقدم» د عباس عراقچي هرکلی کړی دی.

عراقچي به اسلام اباد ته د دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، او د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په ګډون له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا سفر مهم بللی او په خبرپاڼه کې یې ویل شوي چې عراقچي به د هیواد له ولسمشر، لومړي وزیر او مرستیال لومړي وزیر سره مهمې کتنې ولري.

عراقچي اسلام اباد ته له رسیدو سره سم له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دا سفر په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ایران د سیمه‌ییزو مشورو دوام دی.

هغه د ایران او پاکستان اړیکې «ځانګړې» وبللې او په وینا یې چې خبرې اترې به په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا او همدارنګه د سیمه‌ییزو پرمختګونو پر بیاکتنې متمرکزې وي.

د ویلو ده چې ایران مخکې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و، او د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا سفر د تهران د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې له دواړو هیوادونو سره متوازن اړیکې وساتي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button