اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

د ایران سفیر: د افغانستان اقتصادي وده د سیمې د هېوادونو په ګټه ده

افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی او سفر وايي، د افغانستان اقتصادي وده د سیمې د هېوادونو په ګټه ده

د کابل لپاره د ایران ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د اقتصاد ښه کېدل د سیمې پر هېوادونو مثبته اغېزه لري.

قمي دا څرګندونې جمعه د لړم پر ۴مه په مشهد ښار کې «منځنۍ اسیا او افغانستان ته صادرات او د ازادو او ځانګړو اقتصادي سیمو د پانګونې فرصتونو» د لومړي نړیوال نندارتون په څنډه کې کړې دي.

په اقتصادي پراختیا کې له ایران سره لېوالتیا

د هغه په وینا، د منځنۍ اسیا هېوادونه او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له ايران سره د اقتصادي همکاريو پراختيا ته لېوال دي.

نوموړي ایراني چارواکي څو ورځې مخکې په کابل کې د یو نندارتون جوړېدو ته په اشارې ویلي چې په دغه نندارتون کې د ایران د لویو خصوصي سکټورونو حضور د افغانستان له خلکو سره د تهران غښتلې اراده څرګندوي.

نور ولولئ: د ایران تازه ژمنې؛ له افغانستان سره په سوداګریزو او سیمه‌ییز اتصال کې مرسته کوو

نور ولولئ: یوازې د نیمروز له لارې له ایران افغانستان ته د ۵۰۰ کډوالو د جنازو انتقال

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي زیاته کړې ده: « په ایران، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د خصوصي سکټور د اقتصادي نندارتونونو او غونډو شتوالی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې د دې هېوادونو د لېوالتیا څرګندوي.»

چابهار بندر ته ټرانیزیټي دهلیز

ایرنا خبري اژانس د قمي په حواله لیکلي چې د ایران او افغانستان لاره کولای شي د چابهار بندر له پراختیا سره له شماله سوېل ته او له ختیځه لوېدیځ ته ټرانزیټي دهلیز جوړ کړي.

شنونکي وايي، چې ایران هم د چین په څېر د افغانستان د کانونو استخراج ته لېواله دی او په دې هڅه کې دی تر څو د افغانستان اساسي زیربناوو ته لاس رسی پیدا او ددې هېواد کانونه د خپل هېواد په ګټه ولوټي.

طالبان که څه هم د کانونو استخراج کوي، خو متخصصین نیوکه کوي چې دغه ډله د کانونو استخراج په نامسلکي او غیر قانوني بڼه کوي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تهران له دغې ډلې سره په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې ښې اړیکې پاللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې قمي ویلي و چې په افغانستان کې تحولات کولای شي ګاونډي هېوادونه او سیمه اغېزمنه کړي.

ایران او د سیمې هېوادونه د طالبانو د حمایي تر شاه ولاړ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button