سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ملا کبیر ګډون او ایران کې د کډوالو حال

ملا کبیر د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون کوي، خو هلته افغان کډوال د ایراني پولیسو لخوا ځورول کېږي

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې د ایران د نوي ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي چې په دغه هېواد کې افغان کډوال د ایراني پولیسو او خلکو لخوا د وهلو، ټکولو او شکنجه کولو له نوي څپې سره مخامخ دي.

طالبانو خبر ورکړی چې مولوي عبدالکبیر نن دوشنبه، د زمري پر ۹مه، د ایراني ‏چارواکو د «رسمي» بلنې له‌مخې دغه هېواد ته روان شوی دی.‏

له ایراني چارواکو سره د ملا کبیر لیدنې

په هغې اعلامیه کې چې د طالبانو تر واک لاندې ارګ پاڼې څخه خپره شوې ‏راغلي، مولوي عبدالکبیر د لوړې په مراسمو کې پر ګډون سربېره له یو شمېر ایراني ‏چارواکو سره به هم وګوري.‏

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

دغه‌راز په اعلامیه کې راغلي چې په دغو کتنو کې به د طالبانو او ایران ترمنځ د ‏اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او دې سره خوا کې د ایران مېشتو افغان ‏کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وشي.‏

په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د طالبانو چوپتیا

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په ایران کې افغان کډوال د ایراني ‏پولیسو او خلکو د ځورونې له نوې څپې سره مخ دي، خو د طالبانو تر واک لاندې بهرنیو چارو وزارت تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښوولی.

پر طالبانو نیوکه کېږي چې ولې په ایران کې د افغان کډوالو په ځورولو سره غبرګون نه ښيي.

ایران د طالبانو  له واکمنېدو راهیسې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې لرلي او ‏طالبانو ته یې په دې هېواد کې د افغانستان سیاسي استازولۍ په واک کې وکړي ‏دي.‏

له بل لوري طالبان له ایران سره اوسنۍ اړیکې نه غواړي ترینګلي کړي. له همدې امله ددوی رژیم هڅه کوي چې د هلمند د سیند اوبه ایران له حق‌ابې زیاتې ورخوشي کړي او هلته ایران خپلې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

په ورته وخت کې په منځني ختیځ کې طالبان له ایران سره ستراتیژیک عمق لري، ځکه میاشت وړاندې یوه ایراني چارواکي وویل چې طالبان به د ایران په مرسته د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین مرستې ته ځانمرګي واستوي چې طالبانو بیا په ښکاره دغه موضوع رد کړه.

طالبان او ایران له یوه او بل سره نږدې اړیکې لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button